افغانستان

ایران په رسمي توګه د کابل حکومت په لیکو کې د «فاطمیون» ملیشو د جذب غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): له طلوع نیوز سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر له جنجالي مرکې وروسته ایران په رسمی توګه د کابل حکومت نه غوښتي ترڅو له داعش سره د مبارزې په پلمه سوریه کې د ایران په پلوي جنګېدونکي «فاطمیون» ملیشې د دولتي عسکرو په لیکو کې جذب کړي.

افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید عباس عراقچي لوړ پوړو افغان چارواکو ته دغه وړاندیز کړی او په خبره یې دغه ملیشې کولای شي ترڅو دداعش په وړاندې د کابل حکومت جنګي لیکې پیاوړې کړي.

فاطمیون شیعه ملیشې هغه اجرتي جنګیالي دي، چې د ایران سپاه پاسداران لخوا روزل شوي او د پیسو په بدل کې د ایران او سوریې حکومت په پلوۍ په سوریه کې له ولسي مقاومت کوونکو سره جګړه کوي.

که څه هم طالبانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې غیر مسئولانه او د ګاونډیتوب له اخلاقو سره منافي بللې وې؛ خو ایراني چارواکي لاهم هڅه کوي چې خپلې روزل شوې ملیشې د کابل حکومت په لیکو کې رسما داخلې کړي.

په ورته مهال د ولسي جرګې غړو هم د ایراني چارواکو دغه څرګندونې غندلي او دا یې په ښکاره توګه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد وايي، افغانستان یو مستقل ملک دی هرڅه په خپله کولای شي او ایران چې څه وايي، هغه د هغوی خپل کار دی.

دا لا څرګنده نه ده چې د کابل حکومت د ایران د حکومت دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او که نه؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې هم د ایراني چارواکو دغه غوښتنه په پراخه کچه غندل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

خطرناکه خبره ده. دافغانستان د حکومت اصلی واک تر اوسه هم د قاسم سلیمانی د شاګردانو سره دی، او د کابل میشتی حکومت په اراکینو په هکله هر څه ممکن دی. او که داسی وشی بدون شک چه دا جنګ به نور هم پیچلی شی او ورستی پایلی به یی ایران او د هغو ی پوری مربوط اجیرانو ته په خورا درنه بیه تمامه شی. اوس چه افغانان د سولی په درشل که دی نو خلکو ته پکار دی چه د دی کار مخه ونیسی او خپل اواز اوچت کړی. د محب سفر ایران ته ممکن په همدی اړوند وی.

زمری

د پنجاب غلامانو (#)پر وړاندې له هرې ممکنې لارې بايد ګټه واخيستل شي فاطميون که هر څنګه دي خو خپل هيواد نه ورانوي او هيڅکله يې کوم خپل هزاره کدرونه ندي وژلي زموږ ##غلام خو تر هرڅه د مخه اول د پښتنو د سر سړي ووژني بيا يې مکتبونه په بمونو والوزوي او ور پسې نورې عام المنفعه پروژې. خدای ج دې دا جاهلان (#) تباه او برباد کړي. د پنجاب له غلامي پرته نور څه نه پيژني

Karwan

زمري خانه، له خبرو دداسي معلوميږي، چه نه شرف نه عزت، نه غيرت او نه اخلاق لري. نه په خپله خور، مور او نه دبل چا په ناموس بند ئي. ستاسي غلامه اداره دښځو دحقوقو “مدافعين “خو اوس په علني ډول په ښځو باندي جنسي تيري کوي او دمقاومت په صورت کي بيا د ښځو ويښتان په قچي پريکوي او په مخ مخ ئي په ځپيړو وهي او وډيو ځني اخلي. ددالرو بي وجدانه غلامانو، بشريت مو وشرماوه. الله مو تباه او برباد کړه. په بادارانو او فاطمينو مو مه نازيږي! دمسلمانانو سره دټولو کائيناتو سردار مل دي او دمسلمانانو… نور لوستل »

احمد

زمري هسې په ځان نوم زمری ایښی پکار وو چې نوم یی ګيدړ وای ځکه زمری خو زړور. وي په ټول ځنګله کې ګرځي راګرځي نو دې ځنګله له حاله هم خبر وي. چې په ځنګله کې څه تیریږي .خو ګيدړ چې د ویرې له مخې د خپلې سوړې شاه خوا ګرځي راګرځي هغه به د ځنګله له حاله څه خبر شي چې ځنګله کې څه تیریږي. نو ځکه د ګيدړ مالومات د دغه پورتني په اصطلاح زمری په شانې کم وي .او له حالاتو خبر نه وي . چې په وطن څه تیریږي د قوم مشران څوک وژنی پښتانه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x