افغانستان

پنټاګان: عملیاتي امریکایي ځواکونه به تر ټولو وروستی له افغانستانه وځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایاالاتو دفاع وزارت «پنټاګان»وايي،  عملیاتي امریکایي ځواکونه چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې تر ټولو وړاندې افغانستان ته راغلي  وو؛ د امریکايي ځواکونو د وروستیو عسکرو د وتلو تر مهاله به خپل کار ته دوام ورکوي، او  تر ټولو وروسته له افغانستانه وځي.

د پنټاګان سرپرست «کریسټوفرسي میلر» چې وړمه ورځ کابل ته په یوه نا اعلان شوي سفر راغلی و، دلته یې د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره ولیدل او د ارګ په خبره، هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې هیواد یې له دولتي عسکرو خپل ملاتړ روان ساتي.

میلر کابل ته د سفر په مهال په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» سره هم ولیدل او د کابل په جنوب کې د امریکايي ځواکونو هغه کمپ ته هم ورغلی چېرې چې امریکایي عسکر د کابل حکومت کمانډو ځواکونو ته روزنه ورکوي.

میلر امریکا ته له ګرځېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په کابل کې د امریکايي ځواکونو کمپ ته ورغلی تر څو د جګړې په اړه حقایق له هغوی څخه واوري «زه په دې هدف ورغلم چې د جګړې د ډګر په اړه ځمکني حقایق له هغوی څخه واورم، ددوی تبصرو او ځیرکتیا زه دې پایلې ته ورسولم چې موږ په یوه ښه موقیعت کې یو.»

د پنټاګان د سرپرست په خبره په کابل کې یې له میلر سره  د امریکایي عملیاتي ځواکونو د هغه ماموریت په اړه هم په پراخه کچه خبرې درلودې، چې په راتلونکو څو میاشتو او اوونیو کې د ټولو امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته به يې په افغانستان کې  ولري.

د میلر په خبره، دوی به وروستي ځواکونه وي چې په افغانستان کې به د القاعده په وړاندې د تروریزم ضد عملیات روان ساتي او له دولتي ځواکونو به ملاتړ کوي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست له غني سره تر لیدنې وړاندې د حامدکرزي په نړیوال هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې غني په یوه «سخت حالت» کې دی ؛ خو هغه د جګړې د کمولو «کیلیانې» په لاس کې لري او دا یو سخت کار دی.

د میلر له قوله، د دوهم نړیوال جنګ په څېر باید د بشپړې بریا سوچ ونه وهل شي او د مصالحې لور ته ګامونه واخیستل شي.

د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تمه د راتلونکي کال د می میاشتې تر پایه ټول امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx