شعـــــرونه

زما د زړه په کيف انسانه خبر نه يې/ضعيف

عبدالسلام ضعیف

زما د زړه په کيف انسانه خبر نه يې
د  ګوګل له ګـلستانه  خبر  نه  يې

داسي وايي ګوا په ډیر رازو  کې ته يي
خــو د اه او د درمانه خبر نه یي

خزانې تر سترګو لاندې درســه ورکې
تــه د خپل غولي ستومانه خبر نه يي

بصیرت دي په محدودو کې محدود دی‎‎‎‎‎
ما ته ګوري  خو  د  ځانه خبر  نه  یې

کوم چې زما په روح تیريږي ډیر درانه دي
ته ددې وزن له شانه  خبر  نه  یي

تاته ډیر په خوله اسانه وي چې وکړه
ددې وکړي له تاوانه خبر نه یي‎‎

فولادي عزمونـه لاري تر غرو باسي
ته د عزم د فرقانه خبر نه يي

شريعت دې د ذليله نفس تابع كړ
خو د متن د قرانه خبر نه يي

ضعيف ولې سترګي سري په ژړا نكړي‎‎‎
ځان تـه وايي له اسمانه  خبر نه يي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx