نظــر

د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه

عبدالله وردک

انګلستان – دسمبر – ۲۰۲۰

ګرانو او قدرمنو لوستونکو !
د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو څخه، یوه ډیره بده ورځ شمېرل کیږي. پدغه ورځ د پخواني شوروی اتحاد، سرو لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ.

د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، هم د دغې تورې ورځې شروع وه.

پدغه توره ورځ، د افغانستان په تاریخ کې ډېر بد سړی، چې ببرک کارمل نومېده، د روسي عسکرو سره یوځای په روسي ټانکونو سپور، کابل ته راوړل شو. ببرک کارمل خپله د غلامۍ لومړنۍ بیانیه، په زیات ګمان سره له تاجکستان څخه نشر کړه. د پرچم د ګوند غړو، ډېرې خوشحالۍ وکړې، او یو او بل ته به یې مبارکي ورکوله. پرچمیانو، روسي یرغلګرو ته د سرو ګلانو په ګېډیو هرکلی ووایه، او پرچمیانو، دغه اشغال ته د ”مرحلهٔ نوین انقلاب ثور“ خطاب کاوه.

زما هغه بده ورځ، هېڅکله هم له یاده نه وزي. زه د هغې ورځې په سهار وختي، چې واوره هم اورېده، د یوه ملګري کورته ددغه غم او خفګان د شریکولو لپاره ورتلم. کله مې چې د هغه د کور دروازه ورټکوله، نو پدې وخت کې زه یوه سپي په پښه وخوړلم. د هغه داغ تر اوسه زما په لنګي کې شته دی، او دغه د سپی داغ، ماته هر وخت هغه توره ورځ را په یادوي.

کله چې کوټه سنګي (میرویس میدان) ته ولاړم، او غوښتل مې چې د افشارو د لیوني سپی د واکسین کلینک ته لاړ شم، چې ګورم، د کوټه سنګي په چاراهۍ کې سره سره روسي عسکر د سرک دواړو خواوو ته پراته، او د کلاشنکوف په ماشه یې ګوتې نیولې دي.

پدغه وخت کې د کابل په ښار، او ټول افغانستان کې هم ستر غم، او هم ستره خوشحالي حکمفرما وه. خفګان، د هغو خلکو له طرفه و، چې هغه په اسلام او په وطن مین خلک وو، او هر یوه به یو او بل ته ویل، چې دا څه وشول، او خوشحالي، د پرچمیانو له طرفه وه، او دوی به یو او بل ته مبارکي ورکوله.

په هغه وخت کې دغه نظریه موجوده وه، چې کله روسان چېرته پښه کیږدي، نو هغه بیا له هغو ځایه نه په شا کیږي، او تقریباً د نړۍ ټولو ملکونو دغه نظریه، یو څه منلې هم وه. هېچا داسې فکر نه کاوه، چې له روسانو سره به مقابله، هم امکان ولري؟!

هېره د نه وي، چې زه د مجاهدینو په هکله داسې نشم ویلای، چې دوی به هم، داسې فکر کړی وي، او کنه!

زه ښه یقین لرم، چې مجاهدینو به دغسې فکر نه کاوه، او دا ځکه، چې مجاهدینو په ډېرو ناڅیزه وسلو سره، د خلق او پرچم د ګوند غړو ته، پخواه خپل زور ورښودلی و.

د یادولو وړ ده، چې خلقیانو ته، باید په هېڅ صورت کې کوم کرېدت ورنکړل شي، او دوی هم د پرچمیانو په شان، د دغه وطن، د بربادۍ سبب ګرزېدلي دي. پدغه لیکنه کې، ددې په خاطر، د پرچمیانو نوم یادیږي، چې د روسانو د تیري په نتیجه کې، د افغانستان ځینې سیاسي او نظامي قدرت پرچمیانو ته وسپارل شو.

هېره د نه وي، چې اصلي قدرت خو د دوی د بادارانو، یعنې روسانو په لاس کې و، او پرچمیانو یوازې د روسانو، د جلادانو وظیفه سرته رسوله.

د روسانو ټانکونه، په لومړیو ورځو کې یوازې په کابل کې ځای پرځای شوي وو، او کله چې دوی خپل ټانکونه، جلال آباد ته بېول، نو هغه وو، چې د ماهیپر په سیمه کې، مجاهدینو سختې حملې پرې وکړې. کله چې دغه د مجاهدینو، د حملې خبر له بهرنیو رادیوګانو څخه خپور شو، نو هغه وو، چې د کابل د ښار د مسلمانانو په وجود کې یوه اندازه وینه پیدا شوه. پدغه وخت کې بیا مسلمانانو، یو او بل ته په پټه مبارکي ویله.

کله چې دغه د حملې خبر خلکو واورېده، نو بیا خلکو ومنله، چې له روسانو سره هم مقابله امکان لري، او هغه و، چې د روسانو راز مات شو، او لدې وروسته، روسان چاته د خیرک د ادې په شان نه ښکاره کېدل!

روسانو، د کارمل او نجیب د حکومتونو په مرسته، خپلو ظلمونو او بمباریو ته ادامه ورکړه، او ټول ملک یې له سپېرو خاورو سره برابر کړ. ډېر افغانان یې، شهیدان، معیوب، او هجرت ته اړ کړل.

هرځای ته به چې د روسانو، قواوې تللې، نو هغه به یې د لویې قوې په نامه یادوله. روسانو، تره کي، امین، کارمل، او د نجیب حکومت، دومره ظلمونه، په افغانانو کړي دي، چې قلم یې د لیکنې توان نلري.

په آخر کې الحمدلله، ټول روسي عسکر، په ډیر بد حالت، او ناکامۍ سره له افغانستان څخه شرمنده ووتل، او هغه و، چې ناممکن، په ممکن بدل شو.
د افغانستان مجاهدینو، روسي عسکرو ته داسې ماتې ورکړه، چې په نړۍ کې به ساری ونلري. ددې بې ساره ماتې، له برکته، هغه ټول ملکونه، چې د روسانو، تر مستقیمې سلطې لاندې وو، هغه یو پر بل پسې آزاد شول. د برلین دېوال ونړېده، او د وارسا پکټ له منځه ولاړ، او ختم شو.

د یادولو وړ ده، چې ډېرو ملکونو، د روسانو له تاریخي ماتې څخه لویه ګټه پورته کړه، او متأسفانه، د ځینو داخلي، او بهرنيو کړیو له لاسه، د افغانستان مجاهد ملت، هغه لاسته راوړنه، چې د حقیقي اسلامي نظام منځ ته راوړل وو، ترلاسه نکړه!

روسانو هم په افغانستان کې د وتلو څخه مخکې ډېر قومي، مذهبي، ګوندي، ژبني، او سمتي، ماینونه خښ کړي وو، چې په نتیجه کې یې، ټول ملک برباد، او د جهاد سپېڅلی نوم لکه دار شو، او هغه څه، چې روسانو او د وارسا پکټ، په ټول نظامي قوت سره ترلاسه نکړای شول، هغه یې متأسفانه په ډېره آسانه توګه لاسته راوړل. یعنې د خپلو خاصو کړیو پذریعه یې افغانستان دربدر، او خاورې په سر کړ.

ډېره د تعجب خبره خو داده، چې ځینې ځوانان د خپلو خپلوانو قاتل ته، بیا د شهید او وطنپرست، خطاب هم کوي. دغه ځوانان، باید له خپلو په اسلام او وطن مینو خپلوانو څخه، صحیح او کره معلومات ترلاسه کړي.

ځینې ځوانان، بیا څوک ملامت کولای هم نشي، او دا پدې خاطر، چې ځینو خاصو کړیو، د جهاد تر نامه لاندې، هغسې کارونه وکړل، چې هر باوجدانه افغان به هغوی ته ډېر بد ووایي.

د یادولو وړ ده، چې الحمدلله زیاتره مجاهدین په اسلام او وطن مین خلک وو، او د همدغه پاکو مجاهدینو د قربانیو له برکته، اشغالګرو هر وخت شرموونکې ماته خوړلې ده.

هېره د نه وي، چې اوسني اشغالګرانو به هم، ډول ډول ژبني، سمتي، مذهبي، او ګوندي، وژونکي ماینونه، په افغاني ټولنه کې په خاص مهارت سره خښ کړي وي. که چېرې ددغه ماینو، په خنثٰی کولو کې، له لازم احتیاط څخه کار وانخستل شي، نو امکان لري، چې افغاني ټولنه یو ځل بیا، له سختې بربادۍ سره لاس او ګرېوان شي.

الله(ج) دې په اسلام او وطن مین افغانان زیات کړي، ترڅو وکولای شي، د دښمن ټولې دسیسې یو پر بل پسې شنډې کړي، او په ریښتیا سره، ددغه ځورېدلي اولس خدمت وکړي. آمین یارب العٰلمین.

د پام وړ ټکي:
د روسانو له شرمنده ماتې وروسته، هېچا داسې فکر نه کاوه، چې افغانستان ته به بیا، څوک په بده سترګه وګوري. اما، داسې ونشول، او افغانستان یو ځل بیا د یرغلګرو پذریعه اشغال شو.

په اسلام او وطن مین افغانان به ان شاءالله، هغې ورځې ته هم سترګې په لاره وي، چې دغه اوسنی یرغلګر هم د روسانو په شان، هر اړخیزه ماته وخوري، او زمونږه ګران وطن ترک کړي.

په اسلام او وطن مین افغانان، باید دغه ځلې، پخوانۍ غلطۍ تکرار نکړي. د خارجي قواوو، د وتلو په صورت کې، په افغانستان کې پخوانی حالت بیا تکرار نشي. ټول ملت ته باید اطمنان ورکړل شي، چې ان شاءالله، د دوی ټولو مال، ځان، او عزت به خوندي او ساتلی وي.

د یادولو وړ ده، چې باید ټولې خواوې، د اشغال په ختمولو، او سوله راوستلو کې زیاته مرسته وکړي، او په ګډه، د هغو کړیو مخه ونیسي، چې د یوې باعزته سولې مخالفت کوي.

همدارنګه، ټول افغانان، له خپل الله(ج) سره دا تعهد وکړي، چې بیا به هېڅکله د اشغالګرو طرفداري، او مرسته نکوي، او په ګډه به د خپل ملک دپاره، په صداقت او ایماندارۍ سره خدمت کوي.

هېره د نه وي، چې اوسني واکداران، باید نور د قدرت څخه لاس واخلي، او د قطار په آخر کې ودریږي، او هغلته خپل ژوند ته دوام ورکړي، او پرېږدي، چې په اسلام او وطن مین افغانان، دغه ملک یو څه آباد کړي.

الله(ج) د وکړي، چې ځینې افغانان، ددغه اشغالګرو له اشغال څخه یوڅه پند واخلي، او پدې پوه شي، چې هېڅکله، بیا د هر نوع اشغال سره مرسته ونکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx