شعـــــرونه

د مينې درد/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

شپه وه یواځي وم دردونه دي راتلل په زوره
غم دي سوزلي وم غمونه دي راتلل په زوره

ستوري خفه وه لکه زماپه حال چي ښه پوهیدل
هجر ځپلي وم یادونه دي راتلل په زوره

نمجني سترګي مي سپوږمۍ ته چي ورواړولي
پر مخ داوښکو امیلونه دي راتلل په زوره

ډیوه دهجر راته بله تر سهاره وه ستا
د میني درد و بس نازونه دي راتلل په زوره

ستاپرتصویرمي مړي مړي اوښکي تویدلي یاره
بی لتا ژوند و یادګارونه دي راتلل په زوره

بلا دردونه وه زما دزړه انګړ ته راتلل
په سلګو سرومه اهونه دي راتلل په زوره

تپاند زُهاد لکه چنار مات شومه ستا له غمه
زخمي زخمي وم فرهرونه دي راتلل په زوره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx