لیکنېنظــر

اوربند؛ یوہ بې ځایه او غیر منطقي غوښتنه

حفيظ الدين پيرزاده

د کابل ادارہ، ځینې مدني فعالان، د سولې سر نا خلاصي ایله جاریان او نور ھمدا یوہ سندرہ په پورہ شد و مد زمزمه کوي چې د امریکا سرہ تړ‎ون لاسلیک شو نو اوس باید نورہ وروروژنه ودریږ‎ي او مطلق اوربند وشي.

دلته تر ټولو مھمه خبرہ دا دہ چې اوربند باید د کومې لایحې یا طرز العمل له مخې وشي؟ که د اوربند معیار د دوحې تړ‎ون وي نو بیا خو خبرہ روښانه دہ؛ د دوحې تړ‎ون لومړ‎ۍ مادہ د څوارلس میاشتو په مودہ کې د ټولو خارجي قواو پر وتلو را څرخي او ھمدا راز له طالبانو څخه د اورکم غوښتنه کوي.

د قرار داد دویمه مادہ له اسلامي امارت څخه دا تضمین غواړ‎ي چې د افغانستان خاورہ به د امریکا او د ھغه د متحدینو په خلاف نه کاریږ‎ي.
ورپسې مادہ یې د بین الأفغاني مذاکراتو پیل او په نتیجه کې یې په داسې یوہ حکومت اتفاق دی چې د افغان کشالې ټولو ښکیلو غاړ‎و ته د منلو وړ‎ وي.

تر دې ھر څه پس به اور کم په مکمل اوربند اوړ‎ي او موږ‎ به د یوې سرتاسري او تلپاتې سولې شاھدان یو.

که د دوحې تړ‎ون ته ځیر شو نو و به وینو چې ټولې مادې یې د ځنځیر د کړ‎یو پشان سرہ نښلول شوې، ھرہ مادہ د بلې مکمِله او متمِمه دہ او چې تر څو لومړ‎ۍ نه وي عملي شوې د بلې د تطبیق تصور غیر منطقي دی؛
د بیلگې په توگه تر څو خارجیان په مکمله توگه نه وي وتلي له امارت څخه د دې تضمین اخیستل چې د افغانستان خاورہ به د چا پخلاف نه کاریږ‎ي، ھیڅ مانا نه لري؛ ھمدا راز تر څو د بین الأفغاني مذاکراتو په نتیجه کې په یوہ ټول شموله دولت اتفاق نه وي شوی، د اوربند غوښتنه ھم معقوله نه دہ!

حفیظ الدین پیرزادہ
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

اصلاً د طالب پلاس د بې ګناه انسانانو وژل او د هلمند او ارغنداب او نورو سیمو د شریفو اوسیدونکو ځورونه او فراروَل ډېره پر ځای! غوښتنه ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx