نظــر

كندهار چاپه «اوومه برخه»

مولوي عبدالحلیم مخدوم

د اولې ورځې تحقیق له محقق سره په تعارف او له پاکستاني ترجمان سره په جنجال پای ته ورسیدی، نو هغې کوچنۍ کوټې ته یې واچولم چې مخکې مې ورته اشاره کړې وه، په دې سلول کې د ږغ یو ماشین چالان و، تر څو چې یو خو بندي خوب ته پرېنږدي او بل په دې سالون کې شته بندیان یو له بل سره خبرې ونه کړای شي!

لږ وخت وروسته یې ډوډۍ راوړه، د ډوډۍ له خوړلو وروسته مې د سلول پهره دار ته ور غږ کړل چې اودس تازه کوم تشناب ته مې بوزه، پهره دار ترجمان را وغوښت او راته کړل یې دلته اودس نشته که د ضرورت لپاره تشناب ته ځې نو غږ وکړه، ما ورته وویل سمه ده زم تشناب ته، سړیه نو د ضرورت په پلمه به هلته اودس هم تازه کړې، لاسونه پښې او سترګې یې راوتړلې د هغه تشناب په لور یې روان کړم چې په همدې تعمیر کې ؤ.

د ضرورت رفع کولو وروسته مې د اوداسه هیله ځنې وکړه، نه دا چې د اوداسه اجازه یې رانه کړه بلکې دلاسونو پرېمنځلو وخت یې هم را نه کړ! وروسته به یې بیا ډېر کله په دې ځای کې د حمام په وخت کې هغه وخت اوبه راباندې بندې کړې چې سر اوصورت به مو په شامپو لړلي ؤ، د اوبو خلاصولو لپاره به مو چې څومره نارې ورته وکړې ګټه یې نه کوله بلکې پسخند او ډرۍ به یې وهلې، نو به په شامپو لړي سر او صورت بېرته خپل سلول ته راوړل شوم چې دا کار به د بدن د خارښ سبب کېدی او سخت به ورسره په تکلیف وم، بل وار به یې چې حمام ته وې وړم نو به مې صرف په شامپو لړي سر او صورت پاکول د بیا شامپو استعمال وخت به نه ؤ!

په تور جېل کې به یې د وخت معلومات نه راکوی حتی هغه د کامپیوټر ساعت به یې هم پټ کړی ؤ تر څو یې بندي د تحقیق په وخت کې ونه ویني! يو ځل مې د ماخوستن لمونځ وکړ د تشناب لپاره مې پهره دار (سېل ګارډ) ته ور غږ کړ، په دغه وخت کې د دغه سالون په داخل کې چې کوم تشنابونه وو څه ستونزه به یې درلوده نو د باندې تشناب ته یې وېوړم کله یې چې په تشناب کې سترګې را خلاصې کړې نو لمر لا نه ؤ لوېدلای او ژړ ولاړ ؤ! مطلب په تور جېل کې د رواني فشار لپاره امریکایي سایکلوجسټانو ټول هغه اسباب او امکانات برابر کړي وو چې انسان ته رواني او دماغي ستونزې جوړوي! لنډه یې دا چې امریکایان د بشریت خوا خوږي نه، بلکې د انسانیت لومړۍ درجه دښمنان دي!.

د دعاء په هیله

نور بیا….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx