افغانستانسولې اړوند خبرونه

عطاء محمد نور: په سوله باور نه لرو، وسلو ته لاس کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ پخوانی والي او  د جمعیت ګوند پخوانی اجرائيه رییس «عطاء محمد نور» وایي، حکومت د افغانستان د امنیت په تامین کې پاتې راغلی دی او دوی اړ شوي چې وسلې ته لاس کړي، که خلګ هر نوم ورکوي.

نور چې په مزار شریف کې يې یوې ناستې ته خبرې کولې ادعا وکړه، چې د افغانستان په شمال کې بهرني جنګیالي ځای په ځای شوي او دې قضیې ته د ملي وحدت حکومت د مشرانو  د نه پاملرنې له امله د افغانستان د شمالي  ولایتونو امنیت خراب شوی.

نور پر حکومت غږ وکړ، چې «جهادیانو» ته اجازه ورکړي، تر څو له خپل نفوذ څخه په ګټه اخیستو د افغانستان امنیت تامین کړي.

د نور له قوله، د افغانستان خلګ له روان وضعیت څخه خوښ نه دي، او هر لوري ته جنګ، «ځانمرګی» او چاودنې دي؛ نو ځکه دده له قوله، وسلو ته لاس کوي او بیا پرواه نه لري چې خلګ یې «ملېشه» بولي او یا هر څه.

نوموړي وویل، چې د سولې په روان بهیر باور نه لري؛ خو د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د هر هغه چا په وړاندې درېږي چې د سولې په وړاندې خنډ ګرځي.

عطاء محمد نور چې زوی یې د کابل د مذاکراتي ټیم غړی هم دی، پورته څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دوحه کې د افغان سولې بهیر پيل شوی او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

حکومت که څه هم د عطاء نور پر څرګندونو تبصره نه ده کړې؛ خو تر دې وړاندې ولسي جرګې د حکومت چارواکي تورن کړي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې يې پر ولسي خلګو وسلې ویشلې او غواړي ملیشې جوړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

تاسی قاتلانو هیڅکله په صلحی باور نه درلود او نه ئي لرۍ ځکه صلحه د تاسو کثیفو مغزو کښی ځای نلری تاسی غلامان اجنبیو مردودو هدفونو له خاطره د قتلونو لپاره تربیه شوی یاستۍ ، تاسی ټول باید له مینځه یووړ شۍ !!!!!

Miragha mjrohe

دا هسئ دوزئ دئ چی ولی یئ!! هیس سوک هم د دوغو بیغیرتو ناموس او وطن فروشانو شاته نسته، دا هغه لیونئ سپئ غوندی ده، چی ده خلکو پام زانته را واله وئ، او فارسی بانان ورونه وبیره چئ خپله استفاده د هغوی نه و کی!! که د دوی شاته سوک وای د ده فیسبوک لایکونه به دمره اندازه وای، له که د آریانا سید فیج، خو دا دیو جمئ ارزش هم خلکو په اند لرئ!!….

احمد

دا هغه خلک دي چې د پردیو په اشاره غواړي وطن کې نا امنئ جوړي کړي .تازه د ایرانیانو د فاطمیون ملیشو وړاندیز دی دلته تقویه کول غواړي . دا د هغو په اصطلاح جهادیانو څخه یو دی چې نه غواړي د شمال عزیز قوم د پردیو د دیوال سوری ته کینې ،ځینې نور یی پغمان او ځای ځای نورو ساحاتو د وطن کې پراته دي . جهادی امتیازات همدا خلک غواړي ټیکداران یی همدوی دي .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx