ټولنیزه برخه

اصلاحي ويناوې«درېمه برخه»

ليکوال: مفتي محمدتقي عثماني

ژباړن: رحمت اللّٰه مؤمن

د حلالو خوړو فکر وکړئ!
په رمضان کې خلک تراویحو ته څومره پاملرنه کوي؛ کوم خلک چې په پینځه وخته لمونځونو کې سستي کوي، هغوی هم په رمضان کې د شلو رکعتونو اوږدې تراوې بوج نه بولي او د پېشلمي پرمهال د تهجد لمونځ هم کوي؛ نو خلک نفلي عبادتونه کوي؛ خو دې ته فکر نه کوي چې کله ماښام په دسترخوان د روژه ماتي لپاره کېنم؛ نو دغه خواړه به حرام وي او که حلال؟ ټوله ورځ روژه وي، د شپې یې تراویح او د تهجد لمونځونه هم کړي وي؛ خو په خوله کې چې کومه ګوله ده، هغه به حلاله وي او که حرامه؟ خلک دې ته فکر نه کوي، ددې حدیث له لارې رسول اللّٰه صلي اللّٰه علیه وسلم دا فرمایي چې اصلي فکر ددې وکړئ چې ګناه درڅخه و نشي او که دا کار مو وکړ او نفلي عبادت مو کم وکړ بیا هم ترټولو خلکو زیات عبادت کوونکی بلل کیږې.

کوم یو غوره دی!
ددې خبرې څرګند او ښکاره مثال داسې دی چې یو سړی نفلي عبادت کوي، په ذکر او تلاوت کې هم مصروف وي او دغه راز هرمهال تسبیح هم وایي؛ خو له دې سره ګناه هم کوي، دوهم کس داسې دی چې په ټول ژوند کې یې یو نفلي عبادت هم نه دی کړی؛ خو په ټول ژوند کې یې یوه ګناه هم نه ده کړې؛ نو ته ووایه! چې په دې دواړو کې کوم یو غوره دی؟ هغه کس غوره دی چې له ګناه څخه یې ځان ژغورلی دی، که څه هم په نفلي عبادت کې یې کومه ځانګړې ونډه نه ده اخیستې، له دې کس څخه په اخرت کې دا پوښتنه نه کېږي چې نفلي عبادت دې ولې نه دی کړی؟ ځکه چې نفلي عبادت فرض نه دی، ځکه نو ان شاء اللّٰه دغه کس به خامخا جنت ته ځي، ددې په پرتله لومړی کس چې ډېر نفلي عبادات یې کړي دي؛ خو ګناه یې هم کړې ده او ګناه داسې شی دی چې په اړه یې په اخرت کې پوښتنه کېږي:
( ومن یعمل مثقال ذرة شر یره ) ( الزلزال: ۸ ).
ژباړه: او چا چې ذره غوندې بدي کړې وي هغه به یې وګوري.

نو ځکه به له دې کس څخه دا پوښتنه کېږي چې نفلي عبادت خو دې کاوه؛ خو ګناه دې هم کوله، پایله یې دا شوه چې دغه کس ډېر په تاوان کې دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx