افغانستان

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کموالي د مخنیوي له امله ټرمپ د کانګرس طرحه رد کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د کانګرس له لوري تصویب شوې هغه بودیجوي طرحه رد کړې، چې په افغانستان او اروپا کې د امریکایي عسکرو د شمېر کمولو په برخه کې یې د نوموړي واکونه محدودول.

د امریکا د کانګرس غړو روانه میاشت د دفاعي لګښتونو ۷۴۰ میلیارد ډالریزه بودیجوي طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه او د قانوني کېدو لپاره یې د امریکا د ولسمشر «ټرمپ» لاسلیک کولو ته ولېږله.

دغه طرحه چې په افغانستان او اروپا کې د امریکایي عسکرو د شمېر کمولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر مخه نیسي؛ ټرمپ ورسره مخالفت ښودلی.

ټرمپ ویلي، چې کورونو ته د امریکایي پوځيانو د راستنولو مخنیوی یوه بده پالیسي او له اساسي قانون سره په ټکر کې کړنه ده.

ورته مهال کانګرس بیا د ټرمپ پرېکړه غندلې او دا یې د کانګرس د حیثیت زیانمنولو هڅه بللې.

ټاکل شوې چې د استازو جرګه د راتلونکې دوشنبې او د سنا مجلس د سې شنبې پر ورځ د یادې طرحې په اړه رایې واچوي او که چېرې د دواړو جرګو ۳/۲ برخې غړي د یادې طرحې په اړه مثبته رایه وکاروي، نو د ټرمپ له مخالفت سره، سره په قانون بدلېدای شي.

د امریکا ولسمشر په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو د حضور او د بهرنیو جګړو د دوام مخالف دی او ټینګار لري، چې ټول پوځيان باید کورونو ته ستانه کړل شي.

که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د راتلونکي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي؛ خو د ټرمپ ادارې هڅه کوله د نوي میلادي کال تر پیلېدو خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي؛ مګر پوځي فشارونو دې ته اړ کړ، چې د هغوی شمېر ۲۵۰۰ ته را ټيټ کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx