ټولنیزه برخه

نشنلیزم که وطندوستي؟

نورالله نوري مجددي

عبدالله بن ام مکتوب یو نابینا صحابي یوه ورځ رسول الله ﷺ ته راغی، غوښتل يې د يو دیني امر په اړه له رسول الله ﷺ څخه پوښتنه وکړي. رسول الله د دعوتي کار په موخه د مکې د غټانو سره ناسته درلوده. ده غوښتل توجه يې ځانته راواړوي. ددې صحابي په کار د الله پیغمبر لږ غوندې خفه شو. الله ﷻ ته دغه کار خوښ نشو، مکمل سورة عبس يې نازل کړ او رسول ﷺ یې متوجه کړ چې دغه نابینا مسلمان د مشرکینو له لویانو غوره دی.

دوهم سورة التکاثر دی. پدې اړه کابلی تفسیر لیکي چې، دوه قومونو یو د بل په وړاندې په خپل ډېروالي فخر کاوه حتی چې هدیرو سره لاړل. دا کار هم الله ﷻ ته خوښ نه دی نو ځکه يې په دغه سورة کې یاد کار تاواني او بد یاد کړی.

درس:
الله ته کمزوری مسلمان هم له کافرو غوره دی او په قوم او ملت فخر هم ورته خوښ ندی له دې وجهې هره نظریه او فکر کې چې الله ته ناخوښ کارونه او ځانګړتیاوې وي مردود دی.

په نشنلیزم کې د ملت ترمنځ حدونه اعتبار نلري ولو که دیني هم وي، یعنې د یو ملت هر غړی دوی ته د بل ملت له غړي غوره او مهم دی که هغه په هر دين وي، چې اسلام دغه چاره ردوي او دوهم په نشنلیزم کې د برترئ او افتخار موضوع ډېره مهمه ده چې دغه چاره د مسلمانانو ترمنځ د نفاق اور تازه کوي.

نشنلیزم ددې باوجود نورې هم ډېرې ستونزې لري.
اوس که څوک د خپل وطن او خلکو سره مینه لري دا که وطن دوستي وبلل شي ښه ده، نه نشنلیزم.

او هر سړی باید وطن دوست وي.

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

الله په قرانکریم کی فرمایی:قومیت تنهادپیژندلودپاره دۍ بهترین دالله په نزدهغه دۍ چه تقواداره وی په اسلام کی عدل اوانصاف دټولوژوندیودپاره دۍ ،انصاف که ستاپه نقص وی که ستادموراوپلارپه نقص وی کوی به یی نیشنلستان داسلام ضددی دکمونسټانوګروپ دۍ روسیی اوهندستان دپیسوپه عوض ګمارلی دی لومنافق یی غفار خان وو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x