نظــر

د بېدارګره غږونو د خفک کولو ناکامه هڅې

شفيع اعظم اورياخېل

سهار راهیسی بيخي ډیرو نږدې ملګرو د خواخوږۍ او ډير احتياط په پار د هغې جعلي اعلاميې سکرين شاټ را واستوه چې ګويا طالب مشران خپلو پلويانو ته رسما زما د ليکنو او نظرياتو د ترويج سپارښتنه کوي.

د دې اعلامیې په ليدو هک حیران شوم او هم خندا راغله. دا ډول جعلي اعلامیې د ناپوهي، ناځواني او حتا مخالفت کې هم د ټيټېدو وروستی حد دی.

زما فکر او په ټويټر، فېسبوک او نورو سايټونو کې خپرېدونکې تبصرې زما د زړه خبرې، وطن او خدای په نزد د مسوليت ادا کونې ډېرې کوچنۍ هڅې دي. زما تبصرې چې د حکومت په خواخوږو بدې ولګېږي نو دوی ښکنځلو ته کش شي او چې بله ورځ د طالبانو په اتشينو پلويانو بد ولګېږم بيا هغوی د دوسماد اکا بېلچې ښوروي.

دا مخالفتونه او موافقتونه ډیرې کوچنۍ خبرې دي. زموږ ستاسې وطن او ټول ملت له تیرو څلویښتو کلونو له سخت آزمیښت او د اور پر سره تبۍ ولاړ د بېوسي سلګۍ وهي.

زه هم د يوشمېر نورو ځوانانو پڅیر منحيث فرد ځان د قام، ملت او وطن په حق کې پړ ګڼم.
د وطن دغه ناورين په حق کې خپلو دغو هڅو ته د مرغۍ مښوکه کې د لوی ځنګل پر لګېدلي اور د اوبو پاشل شوې اوبه ګڼم او همدلته ستاسې په حضور کې خپل خالق ته د خپلې ناتواني اظهار کوم.

دا بايد ټول په ياد ولرو چې د دې لوی وطن هر ځوان د ديني او ملي ارزښتونو يو سپاهي دی. موږ د خپلې ځوانۍ، پوهې او قلم په حق کې خدای او ملت ته مسول يو. موږ داسې نسل يو چې خپل وخت کې به خپل نوبت په ځوانمردي تېروو او دا ژوند د مېړنو ندی چې وطن به په اور سوځي خو دا ځوان به له ملت بې پروا او صرف د ځان، دندې او شخصي ژوند ښه کولو په پار د سرکار او د وخت حاکم مدحې کوي.

ما ډیر داسې ځوانان ولیدل چی پرون د حامد کرزي له لستوڼي زر څڅېدل هغه ناجي وطن وو او پسې چې ډاکتر غني د ارګ مالک شو نو غني د وخت غازي امان شو او سبا که طالب د ارګ پر تخت له خپل تاج او خول سره ظاهریږي نو بيا به همدا مداح ځوانان تر ټولو وړاندې د هغوی په وصف کې قصیدې کاږي.

ما په همدې کم عمر ډیر همداسې ځوانان ولیدل چې ورځ کې لس رقم په ملا مات او زيرو بم سره رنګ په رنګ په نڅا ول. د داسې خلکو د نوم ذکر اړين نه بولم او تاسې یې وينئ چې نن ملاتړی سبا د بېزاري توبې وکاږي چې بيا یې ستوني ته يو څه وڅاڅي بيا په مدحو داسې سر وي چې له شرمه به ته خوله خوله شې.

په ډاډ وايم که سبا طا لب خپلو کړو ژمنو، کونډو او د ملت ورکړو قربانيو پاسداري پر ځای شخصي ګټو او واک نشه کې خدای مکړه غرقېږي نو د ملت چیغه به بيا هم هماغه ځوانان پورته کوي چې نولس کاله پرله پسې د امريکا، ناټو او د حکومت او نظام داخل کې د شته فساد او ظلم خلاف لومړي صف کې د خپل قام او ملت څنګ ته ولاړ وو.

همدا ليکنه دې نښه وي چې دا ارګ نولس کلن خياټان به د خپل ذاتي او کسبي هنر له مخې بيا تر ټولو وړاندې تور پټکي په سر، تر غوږونو سترګې تورې او د ميز په سر ناست وي چې اشه بالا خدای دې راوله موژ خو کې له ډيره وخته اسلامي نظام راتللو لپاره زړه کې ارمانونه در لودل.

نه یم پوه همدا غوړه مالان به سبا ورځ بيا د حق داعيان او زیږ ژبي ځوانان او مشران په کوم تور او ښکنځلو په سل رنګه ټاپو رنګوي.
خو زه اول ځان او ورپسې ځوان نسل ته وايم. د عزت او ذلت ورکونکی هغه خالق دی چې ټول شاهان یې خلق کړي. خدای هر چا ته مقام، روزي او شته ورکوي. انتخاب یې خپل بنده ته پرې ايښی چې په څه ډول یې غولړې. د انسان او خليفه غوندې یې عزت کی غواړې که سپي غوندې مردار تالي کې.

په نره د نر دريځ ملاتړ پکار دی. دا د ټولو فریضه ده چې د وخت حاکم د خدای اطاعت او مخلوق خدمت ته را وبولو. د مظلوم په ننګ او هغه سره په سپوره ډوډۍ خوړلو کې چې کوم لذت او عزت دی هغه ابدا کاخ نشينانو سره په چاپلوسانه خوی او انډيوالي کې د موندلو ندی.

باور ولرئ يوه پاڼه هم د خدای له ارادې پرته نه را غورځي، نو چې د خدای خوښه نه وي چې ټوله نړۍ دی هم خلاف شي؛ هيڅ دی نشي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx