افغانستان

طالبانو د جګړې په ډګر کې نیولي عسکر خوشي کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبانو د خپل مشر د فرمان په اساس په کندهار ولایت کې هغه عسکر له بنده خلاص کړي، چې څه موده وړاندې یې د جګړې په ډګر کې نیولي وو.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدی» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اړوند سیمو کې  د عملیاتو په مهال د طالبانو له لوري نیول شوي دېرش تنه عسکر د «امیرالمؤمنین حفظه الله» د فرمان په اساس له بنده خلاص شوي.

ورته مهال د کندهار ځایي چارواکي هم د طالبانو له بنده د خپلو عسکرو د خلاصون خبرونه تاییدوي.

د ولایت مقام له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه راغلي، چې د اشرف غني په حکم د هغو بندیانو لپاره چې د طالبانو له بنده خلاص شوي و؛ غونډه رابلل شوې وه.

د کندهار والي په را خلاصو شویو عسکرو باندې هم نغدي جایزې ویشلې او له هغوی یې د مننې تر څنګ پر طالبانو تور پورې کړی، چې له بندیانو سره یې ښه چلند نه دی کړی.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د جګړې په ډګر کې نیول شوي عسکر له بنده خلاصوي؛ تر دې وړاندې هم په بیا، بیا نیول شوي عسکر طالبانو له بنده خلاص کړي او د لارې له کرایې او نویو جامو سره یې کورونو ته لېږلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x