افغانستان

د هلمند د امنیه قومندانۍ د لوجستیک آمر وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ‍۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې برخې د لوجستیک آمر په لښکرګاه ښار کې وژل شوی دی.

دا پېښه نن له غرمې مخکې د لښکرکاه ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند کارته لګن سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د امنیه قومندانۍ د لوجستیک پر آمر حاجي میرویس برید وکړ.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، په دغه برید کې حاجي میرویس ځای پرځای وژل شوی او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د هلمند ولایت مرکز درېیمې امنیتي حوزې اړوند بشران سیمه کې هم د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ شدیده جګړه نښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx