نظــر

د ملا برادر اخند وروستۍ څرګندونې او د رسنیو منافقت

عزام مهاجر

دې وضاحت یا سپیناوې ته هیڅ اړتیا نشته چې وشي چې د اسلامي امارت مشرتابه چیرته دی او چیري ژوند کوي، ځکه چې دا یو څرګند حقیقت او عیان امر دی. خو دا چې ځینو مغرضو رسنیو او کړیو د محترم ملابرادر اخند خبرو ته پوکی ورکړی او په غلط ډول یې تعبیروي، غواړم یو څه ولیکم.

ګاونډي هیواد پاکستان ته د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملابرادر اخند او د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم ځینو غړو راتګ د یاد هیواد له لوري په رسمي بلنه ترسره شو چې په دې اړه د کابل ادارې هم رسنیو ته وضاحت ورکړ چې د نوموړو د دې سفر په اړه موږ هم موافقه درلودل. یاد هیواد ته د نوموړو کسانو رسمي راتګ او د صدر اعظم سره یې لیده کاته د اسلامي امارت د سیاسي بریا څرګند او روښان دلیل دی. که پاکستان ته د حکمتیار او له کابل ادارې څخه د عبدالله سفر ډیپلوماتیک او د هیواد د ګټو لپاره بلل کیږي، نو د اسلامي امارت د سیاسي با نفوذه کسانو راتګ ته یو او بل نوم ورکول له حماقت، تعصب او سیاسي ضعف پرته بل کوم نوم نه شي ورکول کېدلی.

د یاد سفر په ترځ کې محترم ملا برادر اخند د خپل ترحم او افغانانو سره د خواخوږۍ له مخې پر هغو ناروغانو او مهاجرینو هم پوښتنه وکړه څوک چې له کلونو راهیسي د جګړو له امله د هجرت په دیار کې شپې او ورځې تېروي او یا هغه کسان چې د اشغالګرو او د هغوئ د داخلي اشرباڼو د ړندو بمباریو په نتیجه کې زخمیان او معذور شوي وي او په هیواد کې د دوا او ډاکټرانو د بې کفایتۍ له امله مجبور شوي وي چې د تداوۍ او درملنې لپاره ګاونډي هیواد ته سفر وکړي. طبعي خبره ده چې داسې هیوادوال به ګاونډي هیوادونو ته سفر کوي ځکه چې ولس د کابل ادارې د چارواکو غوندې صلاحیت او مالي توان نه لري چې د تداوۍ او زخمونو د اندمال لپاره خارجي هیوادونو ته ولاړ شي. دا د اسلامي امارت د مشرتابه مهرباني او د خپل ولس سره خواخوږي او مینه ده چې د یو لړ مصروفیتونو سره سره یې هم د مهاجرینو هیوادوالو او معلولینو پوښتنې ته وخت ورکړ. یادو مهاجرینو او زخمیانو ته د مجاهدینو خطاب کول یو بارز حقیقت دی، ځکه چې افغان ولس ټول مجاهد او د خارجي یرغلګرو او ښکېلاکګرو په ځپلو کې د مجاهدینو سره اوږه په اوږه جنګېدلي او هغوئ ته یې ځای او پناه ورکړې ده. هغوئ د داسې اوصافو او القابو اهل دي چې باید ورکول شي، ځکه چې د اشغال په ماتولو کې هغوئ پوره سهیم دي.

محترم ملاورور اخند په خپله وینا کې وایي چې دلته نه یوازي تاسې بلکې زموږ مشرتابه هم دلته دی. د نوموړي له دې خبرې مغرضو او اجیرو رسنیو دا تأثر خلګو ته ورکړ چې ګواکې د اسلامي امارت مشران همدلته مېشت او ژوند کوي، په داسې حال کې لکه څنګه چې د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد مرحوم او نور مشران د هیواد په داخل کې پاتې او خپل روح یې رب ته وسپاره، د اسلامي امارت نور مشران هم د هیواد په داخل کې په هغو مفتوحه پراخو سیمو کې ژوند کوي کومې چې د اسلامي امارت تر واک او کنټرول لاندې دي. نوموړي چې په پاکستان کې د کوم مشرتابه د شتون یادونه کړې ده، په واقعي ډول هغه مشران یادوي کوم چې په اوسني رسمي سفر کې له قطر څخه راغلي او په پاکستان کې یې د میشتو مهاجرینو او افغانانو سره وکتل. په یاده موده کې راغلي مشران همالته وو او خپلو مهاجرینو افغانانو وروڼو ته یې د ملاقات او لیدنې فرصت ورکړ. یادو کسانو ته د ملا ورور اخند له لورې د مشرتابه خطاب کول ډېر پر ځای او مناسب خطاب و، ځکه چې له راغلو کسانو څخه اکثره د اسلامي امارت د رهبري شوری غړي او د اسلامي امارت له بارزو څېرو او د امارت د سیاسي کمیسون او سیاسي دفتر له مخکښو غړو څخه دي چې همدوئ هغه کسان دي چې د مشرتابه د لفظ صحیح مصداق ګرځي.

دا چې کاذبو او مزدورو رسنیو د ولس د اذهانو د مغشوشولو لپاره دا تأثر خلګو ته وړاندې کړ چې د اسلامي امارت ټول مشرتابه په پاکستان کې دی، د هغوئ د دجل او نفاق ښکارندویي کوي او له حقیقت څخه ډېره لیرې خبره ده. دا خبره ټولو ته څرګنده ده چې د اسلامي امارت مشرتابه خو څه چې حتی ولسوالان او عام مجاهدین هم د هیواد په داخل کې په مفتوحه سیمو کې ژوند کوي او خپله په عملي ډول د دښمن د ځپلو په عملیاتو کې برخه اخلي. کله چې هم د سیاسي کمیسون غړي د مشرتابه سره د لیدلو یا مشورې لپاره راغلي دي، داخل د هیواد ته راغلي او مشورې یې کړي دي.

زموږ هیوادوال واقعا هم اوس مجبور دي چې ګاونډي هیواد پاکستان ته سفر وکړي او هلته د اوږدو ناروغیو او ژورو زخمونو درملنه وکړي. ځکه چې په هیواد دننه د خارجي یرغلګرو او د هغوئ د لاس پوڅو ړندې بمبارۍ او وحشتونه هغه اوج ته رسېدلي چې د ورځي د لسګونو کسانو ژوند اخلي او په لسګونو معیوبوي او ژوبل کوي یې. له یوې خوا د وحشتونو اوج او له بل لورې په هیواد کې د درملنې بې کفایتې زموږ مظلوم ملت دې ته مجبوروي چې د ځان او عیال د ژوند د ژغورلو او د ناروغیو او زخمونو د درملولو لپاره نورو هیوادونو ته هجرت او سفر وکړي. زموږ هیوادوال د نړیوال قانون او اصولو له مخې دا حق لري چې د ښه علاج لپاره د نړۍ هر هیواد ته سفر وکړي. که څوک دا حق ترې اخلي؛ یا یې په دې متهم بولي او یا د هیواد او ملت اصلي غاورین په دې تورنوي چې ولې یې د خپلو وروڼو د روغ او ناروغ پوښتنه وکړه، نو دا د ډیموکراسۍ نغاره چیان بیا په حقیقت کې غاصبین، د نړۍ د اصولو ناقضین او او بې ځایه اتهاماتو مدعیان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ناصر

پاوو ویی په دا تبصری چی تا کړی اوس که سل پرتوګونه نور هم وګنډی ورله نو شلیږی به .. دا نو ستا منطیق شو یعنی ته ووایی چی مشران یی نشته ملامنصور یی چیرته # ؟ ښه ملا عمر هیواد کی يعنی په داخل کی په حق رسیدلی وو . بیا خو ملا منصور ټولی دنیا ولیدو چی په پاکستان یی وویشته ؟ بیا تاسو ووایاست چی طالبانو سره ډیره مځکه په واک کی ده نو ولی ملا منصور په افغانستان نه وژل کیږی ؟ نو بیا خو باید داخل کی پری برید شوی وای ایران او پاکستان کی… نور لوستل »

ملا جانان

موږ باید روز موډ خبري وکړو. که نن ورځ د کندهار په ښار کي یو ځوان داسي جامې واغوندي چي ۷۰ کاله وړاندي په داغه کندهار کي باب وې نو شاید ټوله کندهاریان ملنډي په ووهي. سپیان هم پسي وغاپي او ماشومان هم ډبري پسي وغورزوي. ورونو خویندو ماما ګانو او خاله ګانو…. دا چي طالبان او مشران یې په پاکستان کي دي، زخمیان یې هلته تداوي کیږي، هلته اکمالیږي دا خبري ټیک ۵ یا ۶ کاله وړاندي موډ او رواج وې چي طالبان تروریسټان او یوه نامشروع ډله بلل کیدل. اوس چي ټوله نړۍ طالبانو ته د یوه مشروع… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx