لیکنېنظــر

ځنځېري ترورونه او د سولې له پروسې سره یې اړیکه

زید حسام

له کله نه چې د سولي هڅي غښتلي سوي او یو واقعي شکل یې نیولی، له هماغي ورځي نه تر دې دمه، هره لحظه د مختلفو کړیو له لوري ددې هڅه کېږي تر څو دا پروسه له خنډونو سره مخ کړي او خلک ورڅخه مایوسه کړي.

ددې ډلو په منځ کې، تر ټولو ستري ډلې د افغان حکومت په منځ کې مافیایې او ګوندي کړۍ دي، چې تل سوله ورته ویرونکي ښکارېږي او ددې وېري یواځینی هدف، ددوی شخصي ګټي دي. دا ډلي، ګوندونه او بانډونه، د هر ډول شریرو اعمالو په کولو لاس پوري کوي. ددې پروسې په لار کې، خنډ اچولو ته، په هېڅ ترحم نه لري.

دا طبیعي ده چې د ځینو کسانو خپلې شخصي ګټي چې ورته تر بل هر څه مهمي دي او له حلالي لاري یې نه دي لاس ته راوړي، په خطر کې شي، نو د هغوی د ساتلو لپاره هر پست کار او هر رذالت ترسره کوي. په مور وطن له سودا را نیولي تر قتل، غلا او وحشته پوري په هر څه لاس پوري کوي. په اوس وخت کې هم، دا ترورونه د هغه چا له خوا پلانېږي چې د هغوی ګټي په خطر کې دي او هغه کسان چې د هغوی ګټي، مشخصا د سولي‌په راتګ سره په خطر کې لوېږي، تر ډېره اوس پېژندل شوي او معلوم دي.

دا ځنځېري ترورونه په سوله‌، څه تاثیر لري؟
د سولي‌په وړاندي د خنډونو اچولو، له نورو لارو سربېره په دې وروستیو میاشتو کې یوه بله نوي لړۍ پیل شوي ده. دا لړۍ د ځنځېري ترورونو لړۍ ده چې په د هېواد په سراسر کې، خاصتا په پایتخت کابل کې، پیل شوي ده. ددې لړۍ قربانیان اکثرا هغه کسان دي چې د هغوی قتل په رسنیو کې غوغا جوړوي او د عامه ذهنیتونو په بدلولو کې پراخه مرسته کوي.

کله هم چې یوه وژنه ترسره شي، په رسنیو کې غوغا جوړېږي او له همدې غوغا نه پلانونکي کسان د خپلو شومو اهدافو د عملي‌کولو په پار ګټه اخلي. ددوی د پلان مطابق، دا کار په طالب چپه کېږي، او هغه د مسؤل په توګه معرفي کېږي، ځکه هدف همدا دی چې طالبان، چې اوس له یوه قوي موقف او ږاقع بینانه دریځ نه مذاکرات پر مخ وړي، بدنام او د ولس په منځ کې منفور کړي. حال دا چې طالبانو په کراتو کراتو دا پېښي رد کړي او دا یې ویلي چې دا ددوی او د سولي د دښمنانو کار دی او دا مالومه خبره ده.

یما سیاوش چې پخوانی خبریال او د افغانستان بانک کارکوونکی وو، تېره میاشت د چسپکي بم په واسطه ووژل شو، له ده سره یې دوه نور همکاران هم وو. دده موټر به په دولتي پارکینګ کې چې ۲۴ ساعته کمرې لري، درول کېده. د یما سیاوش کورنۍ له دولت نه په بار بار دا غوښتنه وکړه چې د کمرو په واسطه اخستل شوي تصویرونه او وېډیوګاني دي دوی ته ورکړي، خو حکومت ددې سربېره چې تصویرونه او وېډیوګامي یې ور نه کړې، دې کورنۍ ته یې غیر مستقیما اختارونه هم ورکړل.

دا چې د سیاوش موټر په دولتي‌پارکینګ کې درېدل، او د همدې پارکینګ تصویرونه او ویډیوګاني هم رسنیو او د مقتول کورنۍ ته نه ورکول کېږي، ددې کره ثبوت دی چې دا ډول کړني د چا کار دی. د سولي د بل فعال، عبد الباقي امین چې څو میاشتي مخکي د چسپکي ماین په واسطه ووژل شو، هم ورته کیسه ده. د هغه موټر هم د شپې په دولتي پارکینګ کې ولاړ وو. دوی دواړه سهار دفتر ته د تګ په مهال وژل شوي دي.
خو په بل اړخ کې، همدا تورونه بیا په طالب تپل کېږي. هدف واضح دی، په طالب او سوله د خلکو بې باوره کول. دوی اوبه خړوي او کبان نیسې.
څه په کار دي؟

دا چې افغانستان ته د سولي یو زرین او ارزښتناک فرصت په لاس ورغلی، په کار ده چې سمه ګټه ترې واخستل شي. ددې پروسې، مختوري مخالفین تل هڅه کوي په داسي کړنو دا پروسه له سوال سره مخ کړي. خو ددې پروسې د ساتني مسؤلیت په دواړو خواوو کې سولي‌ته  ژمنو کسانو ته ورګرځي. ددوی سربېره دا دروند مسؤلیت د هېواد په خارج او داخل کې هغو با احساسه زلمو ته چې په دې برخه کې هڅي کوي، هم متوجه دی.

طالبانو ته په کار ده چې په دې برخه کې جدي هڅي وکړي تر څو ددې ډول کړنو مخنیوی وکړي. همدارنګه په دولت کې سولي‌ته ژمن اشخاصو څخه هم دا غوښتنه کوم چې د سولي مخالفین وپېژني، ولس ته یې رسوا او مختوره کړي.

له عامو افغانانو مې هم همدا هېله ده چې د وخت د مستبدو او واک طلبه حاکمانو په دې کړنو خاموشه نشي، هغوی څخه دي وپوښتل شي، هغوی دي وپلټل شي او ددې کړنو په مخنیوي کې دي هڅي وکړي تر څو دا لاس ته راغلی زرین فرصت د یوې معلومي کړۍ د سلیقوي غوښتنو او شخصي ګټو قرباني نشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د لیکنی په ۲۳ مه کرښه کی ( اختیارونه ) تر سترګو کیږی البته اختیار نه بلکه اخطار یا اخطارونه.

دوکتور غروال

بلی امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان په کومک دا ټول رنګارنګ تربیه شوی قاتلان پر ملت خوشی کړیدی او نه غوښتل کیږی چی افغان ملت ته امنیت راشی او یو ملی حکومت ولری او ددی هیله هم شته چی دا قاتلین پخپلو مینځو کښی سره ووژنی !!!!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx