افغانستان

کاپیسا کې یوه ښځینه فعاله ترور شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت مدني فعاله او په دغه ولایت کې د ښځو د ټولنې مشره فرشته کوهستاني په یو وسله وال برید کې خپل ژوند بایللی دی.

دا پېښه نن ماښام د کاپیسا ولایت کوهستان حصه اول ولسوالۍ په عزت خیلو سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د نوموړې پر موټر برید وکړ.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، په دغه برید کې فرشته کوهستانۍ وژل شوې او ورور یې ټپي دی.

دوه اونۍ وړاندې فرشتې کوهستانۍ په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي وو چې ژوند ته یې ګواښ متوجه دی او په دې اړه یې حکومتي چارواکي خبر کړي؛ خو اړونده چارواکو یې خبرو ته اهمیت ور نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد پلازمینې کابل او یو شمېر ولایاتو کې هدفي وژنې او ترورونه زیات شوي، چې له امله یې د خلکو ترمنځ سخته ویره ترهه خپره شوې ده او د ملامتۍ ګوته هم د کابل ادارې حکومتي چارواکو او په ځانګړې توګه د اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح ته نیول کیږي.

د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو ویشلو نه وروسته په کابل ښار کې هدفي او مرموزې وژنې او مسلحې غلاوې زیاتې شوي، چې له امله یې کابل ښاریان سخت ترهیدلي دي.

باید وویل شي چې ولسي جرګه په کابل ښار کې د مرموزو وژنو او مسلحو غلاوو عامل د زرغون بهیر په نوم ګوند بولي، چې د وکیلانو په خبره یاد ګوند پردیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

په ښځه ګزار ښکاره نامردي ده. ټول پوهیژی چه دا کار څوک کوی!!!!

غوربندي

په دې قتل کې د شیطان سره متعهدین هر یو اریانا سعید او ناصالح لوی لاس لري.

ا.ا. څخه مو غوښتنه ده تر څو ددې ناولو له شر څخه بشریت او افغانستان ژر تر ژره وژغوري.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx