روغتیا

روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتي پاکستان او ایران ته له سفره ډډه وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له افغانانو غوښتي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په خاطر دې تر یوې میاشتې پاکستان او ایران ته له سفرونو ډډه وکړي.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور بي بي سي ته په خبرو کې اندېښنه ښودلې چې ګڼ شمېر افغانان یادو هېوادونو ته د خپلو ستونزو پر اساس سفرونه کوي، خو په وینا یې دا د کرونا خپرېدو ته لاره هواروي.

لکه څرنګه چې د سړې هوا په راتللو د نورې نړۍ په ګډون په ایران او پاکستان کې هم د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي، د روغتیا وزارت ویاند وایي، «افغانان دې لږ تر لږه څلورو اونیو لپاره خپل سفرونه وځنډوي، ځکه ایران او پاکستان کې د کرونا مثبتې پېښې ډیرې شوي او دې هېوادونو ته سفر د کرونا د زیاتوالي لامل کیږي».

په دې لړ کې تېره اونۍ د پاکستان حکومت هم پریکړه کړې وه چې پاکستان ته تلونکي هغه افغانانو ته د تلو اجازه ورکوي چې د کرونا منفي ټيسټ ولري، خو وروسته دغه پریکړه یوازې تر هغو محدوده شوه چې ښکاره نښې ولري.

د روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان دولتي لابراتوارونو وړتیا محدوده ده او نشي کولی د ټولو هغو کسانو د کرونا ټيسټونه وکړي چې پاکستان او ایران ته سفر کوي، «باید خلک خپل سفرونه وځنډوي».

باید وویل شي چې هره ورځ زرګونه افغانان پاکستان ته د درملنې لپاره سفر کوي، په دغه هېواد کې اوسمهال د کرونا فعالې پېښې نږدې ۵۰ زرو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلوریشت ساعتونو کې هېواد کې د ۲۳۴ مثبتو پېښو خبر ورکړی چې ټولې پېښې ۵۱ نیم زرو ته رسېدلي، دغه راز په تېره موده کې ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۶۲ بیرته ښه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x