ورزش

په شل اوریزو لوبو کې د ۲۰۲۰م کال غوره توپ وهونکي او توپ اچونکي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ۲۰۲۰م کال د کرونا وبا له کبله په ټوله نړۍ کې د ژوند نورو برخو ترڅنګ سپورتي فعالیتونه هم تر ډیره اغیزمن وو چې د مارچ او اګست میاشتو ترمنځ یې د کرکټ سیالۍ په بشپړ ډول درولې وې.

په دې لړ کې د شل اوریزو نړیوال جام، د اسیا جام او یو شمېر نورې سیالۍ راتلونکې کال ته وځنډیدې، خو ځینې نورې په داسې حال کې پېل شوې چې لوبغالي ته د نندراچیانو په ورتګ بندیز لګېدلی و.

په ۲۰۲۰م کال کې د شل اوریزو نړیوالو لوبو غوره توپ وهونکي او توپ اچونکي په لاندې ډول دي:

غوره توپ وهونکي:

محمد حفیظ: د پاکستان لوبډلې اوپنر توپ وهونکی چې ۴۰ کاله عمر لري د ۲۰۲۰م کال په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی.

نوموړي په ۸ سیالیو کې په ۸۳ اوسط او ۱۵۲ اکانومي ریټ سره (۴۱۵) منډې جوړې کړي، ۴ یې نیمه سلیزې وهلي چې په یوه لوبه کې یې ۹۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړي دي.

کی ایل راهول: د هندوستان کرکټ لوبډلې اوپنر توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي په لسو شل اوریزو سیالیو کې په ۲۰۲۰م کال کې په ۴۵ اوسط او ۱۴۱ اکانومي ریټ سره د ۴ نیمه سلیزو په مرسته (۴۰۴) منډې جوړې کړې دي، د نوموړي زیاتې منډې ۵۷ ناسوځېدلې دي.

ډیویډ ملان: په دغه لیست کې انګلستانی ډيویډ ملان په دریم نمبر دی، نوموړی د شل اوریزو په نړیوال جدول کې لومړی مقام لري.

نوموړي په لسو شل اوریزو سیالیو کې روان کال په ۴۹.۶۲ اوسط او ۱۴۲ اکانومي ریټ سره د ۴ نیمه سلیزو په مرسته ټولې (۳۹۷) منډې جوړې کړې دي.

غوره توپ اچونکي:

د ۲۰۲۰م کال شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکي په لاندې ډول دي:

لونګي انګیډي: د سویلي افریقا لوبډلې چټک ځوان لوبغاړی په ۲۰۲۰م کال کې د شل اوریزو نړیوالو لوبو تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی. نوموړي په ۹ لوبو کې (۱۷) ویکټې اخیستي چې ۳/۳۰ یې غوره توپ اچونه ده.

حارث رووف: د پاکستان لوبډلې ځوان لوبغاړی حارث رووف چې په ۲۰۲۰م کال کې په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شو، په یاد کال کې ۱۱ لوبې ترسره کړي او (۱۶) ویکټې اخیستې دي. هغه په دغه موده کې ۴۳ اورونه ترسره کړي چې ۳/۲۹ یې غوره توپ اچونه ده.

افتاب حسین: د هانک کانګ لوبډلې لوبغاړي په ۹ لوبو کې ۱۵ ویکټې اخیستې دي، نوموړي په دغه موده کې ۳۴ اورونه ترسره کړي او ۳/۲۷ یې غوره توپ اچونه ده.

ددې سربېره په یاد کال کې د شل اوریزو سیالیو د زیاتو شپږیزو په لیست کې د قطر لوبډلې کامران خان دی چې په ۷ لوبو کې یې ۲۲ شپږیزې وهلې دي، دغه راز د سویلي افریقا لوبډلمشر کوینټن ډیکاک په ۹ لوبو کې ۲۲ او پاکستاني محمد حفیظ په ۸ لوبو کې ۲۰ شپږیزې وهلې دي.

لکه څرنګه چې په تېرو کلونو کې په ځانګړي ډول په شل اوریزو لوبو کې افغان لوبغاړي د لیست په لومړي سر کې راځي، خو روان کال په دغه لیست کې هیڅ لوبغاړی شتون نه لري، او لامل یې د نړیوالو لوبو نه ترسره کول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx