ورزش

پر راشد خان د مجيب «ریورس سویپ» شاټونه، میکسویل وایي دا شاټ ما ورښوولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د استرالیا ملي لوبډلې غوره توپ وهونکي ګلین میکسویل ویلي چې نوموړي د هند غوره لیګ سیالیو پرمهال مجیب ځدران ته د شاتني سویپ شاټ لوبولو ښودنه کړې ده.

د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی مجیب الرحمن او ګلین میکسویل په آی پي ایل کې د کینګز الیون لوبډلې له لوري یوځای لوبېدلي دي.

میکسویل د یوه ټویټ له لارې د مجیب پر یاد شاټ وهلو په غبرګون کې ویلي، «زه پوهیږم ما په آی پي ایل کې غوره کارکردګي ترسره نه کړه، مګر ډاډه یم چې مجیب الرحمن ته مې د ریورس سویپ شاټ د لوبولو ځانګړې ښودنه کړې ده».

https://twitter.com/Gmaxi_32/status/1341702875752267776?s=20

۳۲ میکسویل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ مجیب ځدران په بیګ باش لیګ کې د راشد خان لوبډلې اډلیډ سټرایکرز پر وړاندې څو واره د شاتني سویپ (Reverse sweep) شاټونه ووهل.

مجیب ځدران په دغه لوبه کې پر راشد خان هم دغه ډول شاټونه ولوبول، او په یوه اور کې یې پرې ۲ څلوریزې او یوه شپږیزه هم ووهله. نوموړي دغه لوبه کې په ۱۰ توپونو ۱۸ منډې جوړې کړې.

https://twitter.com/BBL/status/1342039816251330560?s=20

استرالیاوي لوبغاړی ګلین میکسویل کرکټ کې د ځانګړي (ریورس سویپ شاټ) وهلو مهارت لري، هغه دوه اونۍ وړاندې د هند لوبډلې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو پرمهال او په بیګ باش لیګ کې پر دغه ډول شاټ وهلو یو شمېر شپږیزې ووهلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x