ورزش

بیګ باش لیګ کې د لوبغاړو پر ویښتانو کمولو بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د استرالیا کرکټ بورډ په بیګ باش لیګ کې د کرونا نوي اصولو او پروتوکولونو له مخې پر لوبغاړو د ویښتانو کمولو بندیز لګولی دی.

دا پریکړه په سیډني ښار کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو زیاتوالي په غبرګون کې ترسره شوې ده.

د استرالیا کرکټ بورډ وایي، د ویښتانو کمولو لپاره لوبغاړي بهر سالونونو ته ځي چې دا د نورو لوبغاړو ترمنځ د کرونا د خطر کچه زیاتوي.

دغه راز په بیګ باش لیګ (BBL) کې پر ګډون کونکو لوبغاړو بهر په ریستورانتونو او هوټلونو کې د خوراک بندیز هم ولګېد، خو دوی کولی شي په انلاین ډول له بهر څخه ځانته خواړه راوغواړي.

استرالیا لومړنی هېواد دی چې د کرکټ لوبغالو ته یې د نندارچیانو د ورتګ اجازه ورکړې ده، خو په دغه هېواد کې د کرونا دوهم نسل خپریدل ممکن لوبغاړو او نندارچیانو ته شرایط سخت کړي.

د استرالیا کرکټ بیګ باش لیګ سیالۍ د دیسمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه پېل او د راتلونکې کال د فبروري میاشتې تر ۶مې نېټې به دوام وکړي.

په یاد لیګ کې د افغان لوبغاړو له لوري د محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن سربېره ظاهر خان او نور احمد هم لوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x