افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: ارګ د قتل او ترور لوبه ګرمه کړې، تر څو بهرنیان له تګ راوګرځوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په پلازمېنه «کابل» او نورو ولایتونو کې د ټولنې د مطرحو وګړو او فعالانو د ترور لړۍ تېزه شوې او مسئولیت یې هم څوک نه اخلي؛ طالبان وایي، دا ډول کړنې د ارګ چارواکو د خپل واک د دوام او په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د تم کولو په موخه پيل کړې دي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د خبریالانو او فعالانو د مرموزو قتلونو «نه توجیه کېدونکې» لړۍ ګرمه شوې چې په ظاهره یې هيڅوک هم مسئولیت نه اخلي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې ارګ ددې ډول کړنو ګوته طالبانو ته نیسي؛ خو د طالبانو له قوله، دوی په تېرو نوولس کلونو کې هيڅ خبریال او فعال ونه واژه او اوس څنګه کېدای شي چې یو دم دې په خپله پالیسي کې دومره ژور بدلون راولي او داسې کړنو ته مخه کړي؟

د طالبانو د تبصرې په بنسټ، د سولې د خبرو او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام دا ډول کړنې د ارګ د چارواکو کار دی، او له همدې لارې غواړي نړیوالو ته د افغانستان وضعیت له کنټروله وتونکی ښکاره کړي او  په دې توګه بهرنیان په افغانستان کې تم کړي « دغه راز یې په ښارونو کې د قتل او ترور لوبه هم ګرمه کړې ده تر څو نړیوالو ته وښيي چې د افغانستان وضعیت له کنتروله وتونکی دی او نه ښایي چې خارجي ځواکونه له پلان سره له افغانستان څخه ووځي.»

طالبانو ددې تر څنګ د مرموزو قتلونو او ترورونو د څېړنو غوښتنه کړې تر څو ددوی په خبره، ددې ډول پېښو عاملین ملت ته څرګند شي.

د طالبانو پورتنی مؤقف داسې مهال دی، چې په دې وروستیو کې د ژورنالستانو او فعالانو د ترور لړۍ ګرمه شوې ده او په کمه موده کې ګڼ کسان ترور کړل شوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم د ترورونو روانې لړۍ ته په اشارې ویلي، چې دا ډول کړنې د سولې بهیر زیانمنوي او ژر باید مذاکراتي ټیمونه د اوربند او سیاسي جوړجاړي په تړاو هوکړې ته ورسېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دی کی هم شک نشته چه د اشغال دوام، او د جنګ اوږدوالی د غلامی اداری په ځانګړی ډول د ارګ نشینانو او په ځانګړی ډول د غنی او رولا غنی په ګټه دی څومره چه دوی د سولی د ځند او خنډ په وسه وی هغه به تر سره کوی مګر دا هم مه هیروی چه دوی تر اخری کچی غلامان دی غلامان هغه څه وایی او کوی چه ورته د ویلو او کولو قومانده ورکړی شوی وی. زه د اشغلګرو په نیت باوری نه یم. زه وایم څه چه غلام غنی ترسره کوی دا به ورته ویل شوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx