افغانستان

هرات کې د «ونو د پاڼو» خوراک د بې ځایه شوو کورنیو ۵ ماشومان مسموم کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په هرات ولایت کې د یو شمېر بې ځایه شوو کورنیو ۵ تنه ماشومان چې د ډیرې اړتیا له مخې یې «د ونو پاڼې» خوړلې وې روغتون کې بستر شوي دي.

دغه بې ځایه شوې کورنۍ چې د هرات له ګاونډیو ولایتونو څخه د پوځي عملیاتو له کبله هرات ته کډه شوي، شکایت کوي چې ژوند یې ډیر تریخ دی او د ژمي په راتلو سره یې وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی.

د غلام فاروق په نوم ددغو بې ځایه شوو کورنیو یو تن وايي، د نوموړي د درې ماشومانو په ګډون ۵ تنه ماشومان د ونو د پاڼو د خوراک له کبله مسموم شوي او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړی زیاتوي، چې کابو څلور میاشتې مخکې له خپلې میرمنې او اتو ماشومانو سره یوځای د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍڅخه د پوځي عملیاتو له کبله هرات ولایت ته را کډه شوی دی.

د احسان الله په نوم یو بل بې ځایه شوی وايي، د شپې کور ته راغلم په کور کې د خوراک څه نه ؤ، اړ شوم چې د ونو پاڼې وخورم او ناروغ شوم.

د راحلې په نوم یوه بله بې ځایه شوې میرمن وايي، ماشومان مې راغلل ډوډۍ یې غوښتله؛ خو ډوډۍ نه وه ځکه یې د ونو پاڼې وخوړلې.

د نوموړې په خبره دلته زیاتره بې ځایه شوې کورنۍ شپې په لوږه سبا کوي او ځینې بیا د ونو پاڼې خوري او په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي.

د عبدالعزیز په نوم ددغو بې ځایه شوو کورنیو استازي په خبره په هرات کې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ آن د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوي، ځکه دلته نه د کرونا مرستې ویشل شوي او نه هم د ملي دسترخوان له لارې اړمنو کورنیو ته مرسته رسېدلې ده.

د هرات بې ځایه شوې کورنۍ له کورنیو او نړیوالو مرستندویه ټولنو څخه غواړي چې د ژمي په دغه ساړه موسم کې ورسره مرستې وکړي او د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

له بل پلوه د هرات ځايي چارواکي وايي، د مرستو د کمېدو له کبله ښايي سږکال په دې ولایت کې لږو بې ځایه شوو کورنیو ته مرستې وویشي.

د هرات د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس احمد جاوید نادم وايي،  ماشومان چې د ونو پاڼې خوري او بیا ناروغیږي، مونږ سره هیڅ راز مرسته نه ده شوې.

د شمېرو ترمخه په تیر یوه کال کې د هېواد مختلفو ولایاتو کې د پوځي علمیاتو له کبله شاوخوا ۸ زره کورنۍ هرات ته کډه شوي دي.

په ورته مهال د هرات ځايي چارواکي بیا ادعا کوي چې په وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو کډوالو شمېره له یو ملیون څخه اووښتې ده او زیاتره دغه کورنۍ په خیمو او سختو شرایطو کې ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

یا الله ته دې دغو مظلومانو آه واورئ دا څه حال ده چې له لوږې پاڼې خوري دا په داسې حال کې چې مپکیر د حکومت لومړي دورې شروع کې ویل زه اقتصاد دان یم په شپږ میاشتو کې به دننه دننه د ملت دسترخوان کې فرق راولم . مرګ په داسې بې غیرته نظام . مرګ په داسې بې ضمیره مفکرينو او پروفیسرانو ، دغه نظام ته بیا هغه په دو پښو روان خره وایی چې بابا زرکلن سي .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x