افغانستان

بلخ کې د شپږم کنډک د قومندان په ګډون ۷ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد پوځي عملیاتو تللی د شاهین قول اردو د دویمې لوا د شپږم کنډک قومندان په ګډون ۷ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي.

دا پېښه نن سهار وختي د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د شاهین قول اردو د دویمې لوا د شپږم کنډک عسکر د طالبانو پرضد د عملیاتو لپاره روان وو او د خان آباد سیمه کې د طالبانو په کمین کې ونښتل.

یوې سیمه ییزې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په دغه کمیني برید او چاودنه کې د شپږم کنډک د قومندان محمدقاسم په ګډون ۷ تنه دولتي عسکر وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د شاهین قول اردو ویاند جګړن حنیف رضايي هم د نوموړي وژنه تایید کړې ده.

د برید مسئولیت طالبانو منلی. د طالبانو ویاند ذبـــــــــــــــــیح الله مـجـــــــــــــــــــــــــــــاهــــد په یو ټویټ کې ویلي، چې د دولتي عسکرو په عملیاتي قوې برید کې یې ۹ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او ۳ ټانګونه یې ورته ویجاړ کړي دي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې د طالبانو په سیمو کې پوځي عملیات زیات کړي، چې ورسره د تاوتریخوالي ګراف هم په بې سارې توګه لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بلخ پخواني والي او د جمعیت  ګوند اجرائیه مشر عطاءمحمد نور خبرداری ورکړ، که چیرته دولت د بلخ په ځینو سیمو کې د طالبانو حاکمیت کمنزوري کولو لپاره عملیات ونه کړي، دی به خپلو ملیشو سره د جګړې ډګر ته راووزي په خبره «دویم مقاومت» به پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx