افغانستان

هرات کې د ګازو ډبې چاودنې له امله ۲ ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت مرکز کې د ګازو ډبې چاودنې له کبله لږ تر لږه دوه ماشومان مړه شوي دي.

دا پېښه لږه شېبه وړاندې د هرات ښار شپږمې  امنیتي حوزې اړوند شاه علم طاهري سړک ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، نن د جمعې په ورځ ماسپښين شاوخوا دوه بجې د شپزمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ماشومانو لپاره د هوايي پوکاڼو پړسولو یو دوکان کې د ګازو ډبې چاودنه کړې

نوموړی نوموړی زیاتوي په دغې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د پېښې په اړه څیړنې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x