افغانستان

طالبانو بلخ کې یو روغتیايي مرکز سره د ۵ قسمه طبي وسائلو مرسته کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ طالبانو له یو روغتیايي مرکز سره د ۵ قسمه روغتیايي وسائلو مرسته کړې ده.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس دغه مرستې د طالبانو د صحت کمیسیون ځايي مسئولینو له لوري د خاص بلخ ولسوالۍ په «وزیرآباد» سیمه کې د « CHC» په نوم روغتیايي مرکز ته د هغوی د اړتیا وړ پنځه نوعه روغتیايي وسائل ورکړي دي:

«دبلخ ولايت، خاص بلخ ولسوالۍ اړوند وزیر اباد سیمي له روغتون سره د سیمې د اولسونو د درملني په موخه د نوو صحي سامان الاتو مرسته وشوه. په مرسته شوو وسائلو کې ۲ د کونیکس کانتینرونه،۱ کوتیر ماشین، ۱ انستېزي ماشین او ۱ یولپراتومي سیټ شامل دي چې د CHC روغتیایي مرکز د اړتیا له مخې د یاد مرکز مسؤلینو ته سپارل شوي دي.»

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د نظامي فعالیتونو ترڅنګ په روغتیايي او ټولنیزو برخو کې هم د خپل تر کنترول لاندې سیمو کې خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه ګڼې عام المنفعفه پروژې سرته رسولي او ژمنه یې کړې چې دغه لړۍ به روانه ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx