لیکنېنظــر

د سولې مذاکرات ولې کرار پر مخ ځي؛ د ځنډ او خنډ لامل يې څه دی؟

د،ب، هيښ

له متجاوزې او اشغالګرې امريکا سره د اسلامي امارت تړون چې محتوا يې د اشغال د ختمېدو او د بين الافغاني مذاکراتو له لارې  په يوه پراخ بنسټه او همه شموله نظام توافق او دائمي اوربند تشکيلوي د افغان اولس د پاره د روان ناورين او مصيبت د ختمېدلو امیدونه او هېلې را پيدا کړي او ټول ورته خوشحاله وو، چې ان شاءالله د څو لسيزو جنګونو، وينې توئېدلو او تاريخي استبداد  لړۍ به ختمه او نور به افغانان د عذابونو او کړاوونو نه خلاص او د دنيا د نورو ملکونو په شان به د يوه ابرومندانه ، عادلانه او سوله ايز ژوند څښتنان شي.

د افغانانو د اسارت او د پرديو د واک  تورې شپې به د ازادۍ او خپلواکۍ د لمر په راختلو روښانه شي.

افغانان به خپله فزيکي او فکري انرژي د جنګ، تاوتريخوالي او تخريب په ځای په سوله کې د ګډ ژوند ، يو دبل سره د همدردۍ -ورورولۍ او ټولنيز عدالت په اساس د وطن د ودانولو او ابادولو په برخه کې په کار واچوي او په خپلو مټو او زحمت به د څو لسيزو جنګ او ورانيو نه په کڼډواله بدل ، محتاج ، فقير او د پرديو خيرات ته ناست افغانستان  په يوه سمسور ، غني ، مرفه او په ځان بسيا وطن بدل کړي.

د دوحې د تړون مطابق امريکايانو د خپلو عسکرو د ايستلو لړۍ شروع کړه او روانه ده او ان شاء الله اشغال به ختميږي مګر د تړون دوهمه برخه چې د بين الافغاني مذاکراتو شروع او دهغی په جريان کې د راتلونکي زعامت جوړول  او د جنګ ناولی پديدې ته د تل د پاره د پای ټکی ايښودل دي  لکه څنګه چې تمه وه هغسې په چټکۍ و نه شول ، بلکې د خڼډونو او پلمو  په جوړولو ئې ځڼډ په کې راوستل شو. بالاخره د ډېرو ناندريو ، بانو او تقلا وروسته د کابل د ادارې او حاميانو له طرفه  يو غير متجانس، مصنوعي ، ګوډ او مات  مذاکراتي ټيم د طالبانو سره د مذاکراتو د پاره دوحې ته ولېږل شو ، چې په دريو مياشتو کې يوازې  د خبرو په  طرزالعمل چې څو مادې دي او اساس يې د طالبانو او امريکا تر منځ تړون ومنل شو  توافق ته ورسیدل. اوس په اجندا خبرې کيږي او خدای پاک پوهيږي چې دا به څومره وخت ونيسي او سولي ته د تږي ملت تنده به څه وخت ماته شي.

همزمان په داخل د افغانستان کې بمباردونه ، عام وژنې ، وينې تويول ، هدفي ترورونه او قتلونه ښه په درز روان دي او افغان اولس د جنګ او جنايت په اور کې په بېرحمانه توګه سوځيږي.

اوس دا پوښتنه را ولاړيږي چې د سولې په مذاکراتو کې کوم لوری او  څوک د سولې د راتلو او د جنګ د ختمیدو مانع ګرزي او نه غواړي چې زموږ مظلوم او کړیدلی اولس د روان عذاب نه نجات پيدا کړي . د جنګ نه څوک بهره وړي او چاته يې زيان او تاوان رسيږي؟

د پورته  سوالونو د ځواب له پاره لازمه ده چې د مذاکراتو دواړه لوري ( اسلامي امارت او د کابل د ادارې او ترې را تاو شوي اقمار ) د هغوی سابقه او د قدرت منابع و پېژنو ، ماهيت يې درک کړو او د افغان اولس سره رابطه ئې په عمل کې و ارزوو . تر څو ئې د سلامتيا او ملامتيا په معلومولو د حقانيت او باطليت په هکله فيصله او قضاوت وکړو .

۱- طالبان:
کله چې د شوروي اشغالګرو او دهغوی د داخلي غلامانو سره جهاد په شر او فساد بدل شو او تنظيمي اشرارو په داسې جنايتونو او وحشتونو لاس پورې کړ ، چې په تاريخ کې ئې مثال نه وو تېر شوئ . په ټولنه کې اسلامي ، افغاني ،انساني او مدني اصول ،معيارونه  او تړاوونه په ځنګلي ، ضد انساني او حيواني کړنو واوښتل . د خلکو  ناموس ، مال ، عزت او ژوند بې ارزښته او ورباندې تجاوز په دود او کلتور بدل شول .وطن عملاا د تتظيمي مسلحو سړيخورو په منځ کې ووېشل شو او هره کوڅه او جاده د يوه او يا بل تنظيم د ځناورتوب قلمرو وګرزېدل، چې هره ناروا او جنايت په کې مجاز وو. د هر اعتراض غږ په مرمۍ ورکول کېدلو.

نو ددې بشري ناورين او افغاني تراژيدي نه د خلاصون د پاره  د‌ افغانستان دطالباتو اسلامي تحريک چې وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د تشکيلېدو سبب شول ،د  ۱۹۹۲م  -تر ۱۹۹۶م کال پورې د تنظيمي وحشتواکۍ او بربريت نه د افغان اولس د نجات د پاره د يوه ديني -ملي خوځښت په شکل د  حضرت ملا محمد عمر رحمه الله تر قيادت لاندې د اولس د بطن نه د اولس په غوښتنه او ملاتړ  ظهور وکړ او د مبارزې شعار ، شعور او عمل  يې د تنظيمي مسلط شر او فساد  نه د وطن او اولس خلاصول وو . طالبانو په ډېر کم وخت کې تنظيمي اشرارواکي ختمه ، د خلکو ځان ،مال ، ناموس او عزت يې خوندي او تنظيمي اشرار ئې د سياسي او جغرافيائې صحنې نه ورک او په وطن کې ئی امن ، نظم او ثبات قائم کړ . دهمسايه ګانو نه نيولې تر منطقې او جهانه ټولو  د طالبانو دا افسانوي عمل يوه معجزه و بلله او د طالبانو درايت ، قاطعيت او د اشرارو د منګولو نه د اولس خلاصون ټول حيران کړل ، ځکه  افغانستان په داسې بد حالت کې قرار درلود چې هېڅ چا ئې د نجات او رغېدو تمه او ګومان نه کولو، مګر دا معجزه نه وه بلکې دا د افغان اولس قوي عزم، اراده ، غوښتنه ، ابتکار او حمايت و ، چې د طالبانو په تشکل او وجود سره يې وښود او دا تحريک  يې د ځان ، مال او اولاد په قربانولو د رشد ، نبوغ او واک څوکې ته ورساوه.

د تنظيمي مجرمينو ټغر يې ټول او په ځای ئې اسلاميت ، افغانيت  او انسانيت قائم کړل. تنظيمي اشرار څوک بهر ته وتښتېدل او ځنې يې په غارونو کې ننوتل او د اسلامي امارت تر تعقيب لاندې وو ، تر څو  د ملت محکمې ته يې وړاندې او د خپلو جنايتونو او خيانتونومحاسبه ور سره وشي.

له بده مرغه چې د شوروي اشغال او د هغې نه د تنظيمي وحشتواکۍ له امله ، طالبانو ته داسې افغانستان په ميراث پاته شوئ و ، چې ټول ثقافتي ، تعليمي ، اقتصادي ، ټولنيز، دوديز او مدني بنسټونه ويجاړ او وطن په يوه ویرانه او خرابه بدل شوئ و ، بيت المال ، عامه دارائې ، بانکونه ، موزيمونه او دولتي خزانې چور شوې وې  . طالبانو ته د شر او فساد د ریښو ايستلو تر څنګ د زخمي زخمي افغانستان د رغورلو دروند بار هغه هم چې هېڅ ملي او بين المللی تمويلوونکي  منابع او امکانات يې  هم نه درلودل  په اوږو ور پروت و ، چې سمول او رغول يې وخت او د منابعو پيدا کولو ته ضرورت درلود، خو بيا هم طالبانو په نشتو امکاناتو په ډېر شوق او صداقت د وطن ابادۍ او د کمونيستي -تنظيمي خرابيو د ليرې کولو د پاره خپل جهد او جهاد ته ملا وتړله او په توکل په خدای (ج) او تکيه په ملت يې خپلو هلوځلو ته دوام ورکړ.

دلته د يوې بلې خبرې ذکر هم ضرور دئ او هغه داچې د طالبانو کاميابي په تنظيمي وحشتواکۍ او د واحد ، د شر-فساد نه  خالي او ازاد مستقل اسلامي  افغانستان  رامنځته کول  د افغانستان د دښمنانو  خصوصاا د غربي او شرقي استعمارګرانو او د هغوی د منطقه يي مزدورو نظامونو په سترګو کې اغزي شو او دا تشويش ورسره پيدا شو چې د طالبانو بری او د يوه اسلامي -ملي نظام تاسیسول به  د منطقې او مسلمانو هېوادونو د اولسونو  په ذهنونو او فکرونو کې  د يوه الګو په څېر تاثير وکړي،  د استعمار او استثمار ضد روحيه به يې  قوي ،د ازادۍ او عدالت غوښتنې انګېزې  به يې غښتلې شي ، چې طبعاا  د دوی استعماري ګټې به د خطر سره مخامخ کړي، نو ددې خطر د مخنيوي د پاره يې د طالبانو سره د دښمنۍ، کيني او نفرت خورولو تبليغاتي جنګ ، مزاحمتونه ،  اقتصادي تحريمونه او بالاخره مستقيم نظامي تجاوز شروع او افغانستان ئې اشغال کړ.

د طالبانو نظام چې د افغانستان  مظلوم او استبداد وهلي اولس د يوه خادم او په‌عدالت ولاړ حاکميت د برقرارولو په منظور  خپل ټول  تاريخي ارمانونه او هيلې پورې تړلې وې   يې ړنګ کړ او د افغانستان په اولس همغه د مور او پلار ازار وهلي تنظيمي اشرار + د کمونستانو پاته شوني ئې د اسلحې او قتلعام په زور په افغانستان حاکم کړل او شر-فساد په نوي شکل او فورم بيا حاکم شو.

د افغان اولس غميزه بيا د غربي اشغال سره شروع شوه او  سره ددې چې د يوه مقتدر دښمن سره چې د څو څلويښتو هېوادونو د استعماري ائتلاف نه تشکيل شوئ دئ ،  جبراا ئې خپله مبارزه د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د وطن د ازادولو او د شر – فساد د ورکولو د پاره کمافي السابق جاري وساتله او د زياتو قربانيو ،ځاني تلفاتو او مادي خساراتو  په ورکولو ئی دا مبارزه دې سرحد ته ورسوله چې متجاوز او مغروره اشغالګر دښمن بالاخره د افغان اولس برحقه دريځ ته چې د وطن ازادي او د اشغال ختمول دي تسليم  او د خپلو حرفه اي يونيفورمي قاتلانو ايستلو ته مجبور شو.

د پورته فکتونو او واقعیتونو   نه واضح شوه چې د  طالبانو ماهيت  سوچه ديني -ملي دئ ، داعيه او مبارزه يې د وطن ازادي ، خپلواکي او د شر-فساد ختمول دي.

د قدرت منبع او ريسورس ئې افغان اولس دئ او د اشغال ، شر ،فساد او بې عدالتۍ سره د مبارزې ماموريت ئې د اولس له لوري صورت نيولئ دئ ، د همدې اولس په مټو او زور خپله ديني او ملي وظيفه په مخ وړي او د کاميابۍ او اعتبار راز ئې د اولس له لوري د ورسپارل شوي ماموريت په صداقت او اخلاص سرته رسول دي.

د کابل  اداره او هواخواهان يې:
د کابل اداره د امريکائي -غربي نظامي وحشيانه تجاوز او اشغال د بطن نه  چې  د ټولو مدني ، انساني، ملي  او بين المللی قوانينو خلاف و  وزېږیدله.

اشغالګرو د افغان اولس تفاله او عاق شوي جنګي مجرمين ، قاتلان ، اشرار ، وطنفروشان او ملي خايينان ( تنظيمي جنګي جنايتکاران ، د کمونيستانو پاته شوني ، په غرب کې بیکاره ،بې روزګاره خيرات خواره او په‌غربي کلتور کې منحل شوي پاګلان  ) چې د افغان غميزې اصلي عاملين وو او ملت يې د محاکمې او مجازات په تلاش کې وو ، د هر غار ، کوڅې او ميخانې نه راټول کړل او د اشغال شوي افغانستان د تش په نامه واک د تمثيل د پاره يې په ارګ ور ننه ايستل.

امريکايانو د پيسو ،وسلو ، لوړې تکنالوژي او ميډيايي امکاناتو په لرلو او کارولو فکر کولو چې ددې کم اصله او بې نسبه عناصرو په وسيله به خپل ناولی اشغال په افغان اولس ومني او د افغان اولس د ازادۍ -خپلواکۍ غوښتنې روحيه ، مينه ، اراده او نيت به چې ددې اولس په وينه‌ او جېنيتيکي جوړښت کې وجود لري خنثا کړي . شل کاله ئې د اولس د قتل عام، تنظيم شوي ترور ، هدفي وژنو  ، پریمانه پيسو په مصرفولو ، د مودرنو -مهلکو اسلحو ( بيولوژيکي ، کمياوي او  راديو اکتيوي) په استعمال ، د پراخه مېډيائي تبليغاتو په کولو او د جهاني جاسوسي شبکو په کارولو  کوښښ و کړ ، چې افغاني عاق شوي او د اولس نه رټل شوي عناصر په اولس تحميل او د اولس د مقاومت او مبارزې مخه ونيسي . دوی فکرکولو چې افغان اولس وږی  غريب ، فقير ، جنګ ځپلی او ناتوانه دئ ،.خو ددې نه غافل او بې خبره وو چې  په ازادۍ – خپلواکۍ مين او په خپله عقيده مؤمن اولس ژوند يوازې  ازادي او خپلواکي بولي او د بل په اسارت او غلامۍ کې پاته کېدلو  په عوض مرګ ته ترجيح ور کوي . په افغانستان د نظامي وحشيانه تجاوز او اشغال د فاحشې غلطۍ او تاريخي جنايت تر څنګ د امريکايانو دوهمه ستره غلطي او د افغان اولس سره جفا د همدې شريرو ، فاسدو ، دين -اولس او وطن ته خاينو عناصرو او باڼډونو په قدرت راوستل او د افغانستان په برخليک مسلط کول وو ، چې سابقه او ماهيت ئې جرم ، جنايت ، شر او فساد او بربريت وو . همدا وجهه وه چې د اشغال په اوږدو کې د شر او فساد ګراف اعظمي نقطې ته صعود وکړ . د سالم ، مشروع او توليدي اقتصاد  ځای غلا ، غصب ، رشوت ، د مخدره موادو تولید ، ترافيک او کاروبار ونيولو ،  اسلامي او ملي ثقافت په  اخلاقي انحرافاتو ، جنسي تجاوزونو، فحشاوو  او غربي مبتذله کلتور بدل شول  او د قومي -ژبني-مذهبي تعصباتو نه سؤاستفاده د سياست او مديريت وسيله شول.

د اجنتې ادارې مسؤليت ، وظيفه او کار يوازې د اشغالګرو د فکري  او فزيکي وجود حفاظت او دهغوی د دستوراتو پلي کول شول او افغان اولس چې د نظامي تجاوز او اشغال سره د ضديت، دښمنۍ  او مبارزې په سنګر  کې وو د کابل د ادارې مقابل جهت وګرزېد . د اولس ،ملي ارزښتونو او ملي منافعو د دفاع په ځای د اشغالګرو او دهغوی د ګټو د ساتلو  ماموريت يې د اوجورې او کاذبو منصبونو د پاره قبول او په ملي خيانت مصروف شول او دي . دوی ته د افغانستان او د افغان ملت په عوض د اشغالګرو مرامونه ، ګټې او خدمت اولويت لري.

د دوی ماهيت  ضد ديني ،ضد اولسي ، ضد ملي ، ضد افغاني او د ملي خپلواکۍ او ملي آزادۍ خلاف دی.

د قدرت منبع او تمويلوونکي ئې متجاوز اشغالګر او د افغان اولس سره رابطه ئې په دښمنۍ او خيانت ولاړه ده.

اوس چې د سولې د مذاکراتو (بين الافغاني؟) ددواړو لوريو  (طالبان او د کابل نه ورغلي ټيم  ) ماهيت ، د قدرت منبع او د اولس سره رابطه ئې د موجوده حقايقو ، شواهدو او اسنادو په بنا واضح شوه ، د هر سالم او ملي تفکر خاوند شخص په دې پوهيږي چې د سولې مذاکرات ولې او څوک سبوتاژ کوي؟

په سوله کې د چا ګټه ده او د جنګ نه څوک مستفيد شوي او کيږي؟

د اشغالګرو له لوري تحميلي جنګ د افغان اولس او دهغوی د بچيانو( طالبانو ) د پاره يو مجبوريت و او دئ ، د خپلې ملي ازادۍ ، ملي خپلواکۍ د حاصلولو او د اشغال ، شر ، فساد د ختمولو د پاره . دوی  ( افغان اولس ) ته دا جنګ مشروع ، مقدس او روا دئ ، ځکه  خپل ديني -ملي -طبيعي فرض او مسؤليت  ئې دا امر  کوي ، چې د خپلې خاورې ، ناموس ، عزت ،ملي مقدساتو، ملي ارزښتونو او ملي منافعو ساتنه بايد وکړي او د متچاوزينو سره ئې ولو که د ځانونو په قربانولو هم وي مبارزه وکړي . سره ددې چې  دا نابرابره  جنګ د جنګي امکاناتو ، وسائلو او تجهيزاتو له نظره قابل د مقايسې  نه دئ او افغان اولس د داسې دښمن سره مخامخ دئ ، چې د پيسو ، وسلو ، مهماتو ، تخنيک ، تکنالوژي او ميډيايي قوت له نظره سوپر پاور بلل کيږي ، نو طبعاا به ډېر تلفات او مادي تاوان افغان اولس ته رسيږي او دا شلو کالونو مبارزې و ښودله چې په لکهاوو افغانان د هوائي بمونو او توپونو په وسيله شهيدان ، زخميان او معيوب شول  .کورونه ، کلي او د معيشت وسايل ئې تخريب او په ویرانه بدل شول . غربت او مهاجرت ته اړ شول او د يتيمانو ، کونډو او بورو شمېر ئې د اشغال او جنګ د هرې ورځې په اوږدېدو په بېساري کچه پورته شو . اشغال او تحميلي جنګ افغان اولس او دهغوی زامنو طالبانو ته نه جبرانيدونکي ځاني تلفات او مادي خسارتونه ورسول او رسوي يې . له دې وجهې تر هر چا زيات دوی ډ سولې د راتلو او د جنګ د ختمیدو په امید دي او هېڅ دليل او توجيه  نه شته چې طالبان دې د جنګ د دوام داره کېدلو او دسولې په مذاکراتو کې د خنډونو جوړولو د پاره پاليسي تعقيب کړي . هر څومره ژر چې جنګ ختم او سوله قائمه شي د اولس او طالبانو په نفع ده .  اوږې به ئې د جنګ د دروند بار نه سپکې او هره ورځ به د خپلو عزيزانو د وينې توئيدلو په ځای د هغوی د تعليم ، کار ، علمي او اقتصادي فعاليت شاهدان او د تپل شوي جنګ  په ځای به خپله توجه او قوت د خپل چاپېريال او ملک د ابادۍ او هوسايۍ په لاره کې و کاروي . نو د طالبانو له لوري د سولې په مذاکراتو او د دوحې د تړون په پياده کولو کې د طالبانو مزاحمت او ځڼډول منتفي او مردود دي.

د سولې د مذاکراتو بل لوري ( د کابل ټيم چې مشري ئې د کابل اداره کوي ).
په‌ مخکې پاراګراف کې  مو د کابل د ادارې او هواخواهانو    په ماهيت ، سابقه ، د قدرت منبع او د اولس سره په رابطه رڼا واچوله چې  دپخواني جنګي جنايتکارانو او د اولس له لوري رټل شويو عناصرو نه ترکيب شوې
د اولس -ازادۍ -خپلواکۍ – ديني او ملي ارزښتونو ضد ماهيت لري.
د قدرت او حضور منبع ئې اشغالګران او د اولس سره رابطه ئې په خيانت او دښمنۍ ولاړه ده.

د کابل په اجنټه اداره کې  شامل عناصر  چې  فراري مجرمين او د اولس  محاکمې ته د حاضرولو د پاره تر تعقيب لاندې وو او ملت ئې د مجازات په تمه انتظار و ،  امريکائي اشغال ئی په مړژوانده وجود کی هوا ور پمپ کړه ، د غارونو او بهرنيو ملکونو د کوڅو نه يې را غونډ کړل، ګيرې يې ور کوڼډۍ کړې  ، د پکول او پرتوګ  په ځای ئې سرونه ور ګومنځ پتلونونوه يې ور واغوستل  او د غلامۍ نيکتائي ور په غاړه کړه . ډالر يې په جېبونو کې ورواچول او اسلحه ئې په لاس ورکړه ، تر څو همغه وحشت او بربريت  چې د ۱۹۹۲-۱۹۹۶م کال پورې ئې د اسلام ، جهاد او د الله د رضا تر نامه لاندې  روان کړئ و ، اوس د امريکائي اشغالګرو په قومانده او مشوره  د دموکراسۍ تر عنوان لاندې  بيا جاري و ساتي . دوی چې په افغاني ټولنه کې د ژوند کولو ځای نه درلود او د خپلو نارواوو له کبله چې د اولس په حق کې يې کړې وې بايد مجازات شوي وائ ، د اشغال او جنګ له وجهې د نه منونکو امتيازاتو څښتنان شول . د قدرت فرعونيان  او د ثروت قارونيان وګرزېدل . مجلل قصرونه ، زرهي موټرې ، بانکي ذخیرې ، د مسلحو او حرفه اي قاتلو باډيګاردانو کاروانونه ، غلا -غصب – دمډره موادو رسمي او بې خطره کاروبار ، اعزازي او حکومتي منصبونه ، په داخل او خارج کې د عياشۍ او هوسرانۍ محفلونه او عيشونه او نورې مزاياوې ټول د همدې جنګ او د اشغالګرو د نوکرۍ په وسيله ورته ميلاو شول . نو طبيعي او واضح ده چې د اشغال په ختمېدو او د سولې په راتلو سره بالفعل د دوی د قدرت  منبع هم وچيږي ، د ثروت او شهرت وسيله ( جنګ ) به  يې هم له منځه ځي  او د افغانستان د سياسي صحنې نه به لکه د دوی باداران ورکيږي . په همدې اساس د سولې په مذاکراتو کې د خڼډونو جوړولو او د جنګ د دوام د پاره خپلې هلې ځلې ، دسيسې او تخريبي اقدامونه کوي او فکر کوي چې د په داسې کړنو به کډه بار اشغالګران معطل او جنګ به دوامداره کړي . ځکه که سوله راشي  د دوی ټول امتيازات ، ګټې او واک به نه يوازې محو شي ، بلکې د وطن ، دين ،اولس او ملي ارزښتونو – ګټو سره د غدر او د لکهاوو افغانانو د وينو توئېدلو پوښتنه او حساب به ورسره کيږي ، کوم چې  دوی اشغالګرو ته د  اجرتي قاتلانو د رول په ادا کولو مرتکب شوي دي.

د سولې او ثبات له پاره قوي ارادې ، صداقت جراات، شهامت  ، د حقايقو منل ، او د شخصي – ګروپي منافعو په ځای ملي ګټو ته اولويت ورکولو ته ضرورت او لزوميت دئ ، چې د کابل  اجنټه اداره او ټيم يې نه يوازې ورنه محروم ، بلکې د خپل جرمي ماهيت له کبله ورسره ضديت لري.

بناا د کابل اداره او هواخوان ئې نه سوله غواړي او نه ئې په سوله کې ګټه او بقا شته ، بلکې د سولې په راتلو به فناه او نابوديږي . دوی به خپل شرارت او شيطانت ته نور هم د افغانانو د وژلو او مصيبت په بيه  دوام ورکوي او د جمهوريت ، دموکراسۍ ، دښځو حقونو او د بشر حقوقو تر نامه لاندې چې دوی پخپله يې تر ټولو لوی دښمنان او ناقضين دي د خپل ناولي ژوند د بقا دپاره  دسيسې او خڼډونه جوړوي.
څو چې د دوی ناولی وجود د افغانستان د سياسي صحنې نه ورک نه شي جنګ او د افغان اولس تراژيدي به دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx