
ولایتي شورا: زابل سقوط کوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، د یاد ولایت زیاته سیمه د طالبانو تر حاکمیت لاندې ده او که چېرې حالت همداسې دوام وکړي زابل به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د زابل د ولایتي شورا رییس «عطا جان حق بیان» وایي، د زابل پنځه ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په لاس کې دي او زابل د سقوط د کړنګ پر غاړه ولاړ دی.
د عطاء جان په خبره، د کندهار-زابل لویه لار هم د طالبانو لاس ته لوېدلې او درې ورځې وړاندې هغوی توانېدلي د اتغر ولسوالۍ ته هم سقوط ورکړي.
د زابل امنیتي چارواکو که څه هم د ولایتي شورا د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د اتغر ولسوال د خپلې ولسوالۍ د سقوط ادعاوې ردوي او په خبره یې امنیتي ځواکونو تکتیکي په شا تګ کړی.
نوموړي ادعا کړې چې له کلیوالو سیمو څخه د جګړې ایستلو په موخه دولتي عسکرو خپل مرکز ته په شاتګ کړی تر څو د ولسي وګړو د تلفاتو مخه ونیول شي.
ورته مهال د زابل ولایت یو شمېر اوسېدونکو بیا له اریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د کندهار-زابل پر لویه لار طالبانو یو شمېر پوستې نیولي دي.
د غلامی اداری څخه به په نزدی ورځو کی واوری چه د ارګ غلامانو له ارګه د کرزی نړیوال هوایی ډګر ته تاکتیکی شاتګ کړی