افغانستان

حکمتیار: وروستي ترورونه د سولې د مخالفو کړیو کار دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» وایي، د سولې د خبرو له دوام سره په یو وخت د مطرحو شخصیتونو ترور د سولې د مخالفو او هغو کړیو کار دی، چې د اوسني وضعیت د دوام په لټه کې دي.

حکمتیار چې پر افغانستان د روسانو د یرغل د ورځې په مناسبت یې په کابل کې رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې وروستۍ هدفي وژنې د سولې د مخالفو کړیو کار دی چې د کور دننه د شته یو شمېر حلقو په مرسته ترسره کېږي «د مذاکراتو له دوام سره هم مهاله وروستۍ خونړۍ پېښې، د ترورونو څرنګوالی او هغه تکتیکونه چې کار ور څخه اخیستل شوی، د راکیټونو د فیرولو څرنګوالی او هغه نظامي وسایل چې په دې برخه کې ورڅخه استفاده شوې او هغه کسان چې د خپل ملي دریځ درلودلو له امله قرباني شوي؛ په واضح ډول دا څرګندوي چې دا کړنې د کومو کړیو کار دی.»

حکمتیار وړاندې زیاته کړې، چې د سولې پروسې بریا یقیني ده او اوس که د سولې مخالفین هڅې هم وکړي؛ نتیجه نه ورکوي او دده په خبره، په نږدې وخت کې به یو اسلامي نظام ولرو.

نوموړی ددې تر څنګ حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی بولي او له خلګو څخه غواړي چې خپل امنیت ته پاملرنه وکړي.

د حکمتیار له قوله، که چېرې کابل په دېرشو امنیتي حوزو وویشل شي او هرې حوزې ته ۲۰۰ سرتېرې ورکړل شي، د امنیت ښه والی یقیني کېدای شي.

د حکمتیار پورتني څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د ژورنالستانو او فعالانو د ترور لړۍ ګرمه شوې ده او په کمه موده کې ګڼ کسان ترور کړل شوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم د ترورونو روانې لړۍ ته په اشارې ویلي، چې دا ډول کړنې د سولې بهیر زیانمنوي او ژر باید مذاکراتي ټیمونه د اوربند او سیاسي جوړجاړي په تړاو هوکړې ته ورسېږي.

ورته مهال طالبان هم ارګ تورنوي، چې د خپل واک د دوام، نړیوالو ته د افغانستان د وضعیت د ناوړه ښودلو او دلته د بهرنیانو د تم کولو په موخه یې د «قتل او ترورونو» لړۍ روانه ساتلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د حکمتیار د خوښی وړ اسلامی نظام به ډیری قوی او غښتلی او نه ماتېدونکی پائې او ستونونه ولری چی یو لدې پایو او ستونونو څخه د شهنواز تڼی برېتونه دی.

مجاهد

د ګلبدین خان خبری او عمل سره ټکر لری کشکی ځان یی د جهاد د اولنی څو کالو په شان عابد او مجاهد پاتی کړی وی . امریکایانو د ربانی، سیاف او نورو سره په بیه رانیولو جهاد ته یی د سوړ جنګ ( د روسانو او امریکایانو نیابتی جنګ ) چه افغانان پکی استخدام شوی وو. دا هم خیر، امریکایانو د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو د پاره له ګلبدین ، سیاف ، ربانی او نورو څخه د خپل منځی جنګو د پاره کار واخست ګلبدین په دغه جنګو کی لمړی مقام درلود دا هم خیر: کله چه طالب… نور لوستل »

غوربندي

د دغه حالت د مهارولو لپاره باید ا.ا لاس په کار شي،، پدې بسنه چې ا.ا. په دا او هاغه برید کې لاس نه لري اتمام مسوولیت نه شي ګڼل کیدای.

طوطی

دا خوی یی حقیقت خبره کړی. الله د ژوندی لری.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx