افغانستان

فراه کې د دولتي عسکرو پرضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل) د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د دولتي عسکرو پرضد اعتراضیه لاریون ترسره کړ او د څو ساعتونو لپاره یې د هرات ـ فراه لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

معترضو لاریونوالو نن د جمعې په سهار د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود بازار کې د هرات ـ فراه لویه لاره د اعتراض په دود تړلې او ددوی په کورونو او دوکانونو یې د دولتي عسکرو د توپچي بریدونو غندنه وکړه.

لاریونوالو دغه راز غوښتنه کوله چې باید دولتي عسکر په ملکي اهدافو له توپچي بریدونو لاس واخلي، کنه پر وړاندې به یې ملي پاڅون وکړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېواد د نورو برخو په فراه ولایت کې هم دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو توپچي او هوايي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه زیاته شوې ده.

په ورته مهال طالبانو خبرداری ورکړی چې د دولتي عسکرو ټولې هغه پوستې او مرکزونه به د بریدونو هدف ګرځوي، له کوم ځایه چې د ملکي په کورونو او عامه تأسیساتو توپچي بریدونه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x