نظــر

خبریالان څوک وژني؟

مدثر همراز

په هېواد کې د خبریالانو د ترور لړۍ له ډېره وخته را روانه ده او تازه په غزني کې رحمت الله نیکزاد د وسله والو د ټوپک نښه شو. ډېر وخت دا ډول وژنې مرموزې پاتې شي. د افغان حکومت غلامه اداره، نړیوال او نورې سیاسي ډلې د داسې پېښو عوامل پر خپله سیاسي ګټه راڅرخوي. حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي او نړیوال بیا د خپل حضور لپاره په سیمه کې نا امني ثابتوي.

عموماً دوه ډوله خبریالان، سیاسي مبصرین او مطبوعاتي فعالان په مرموز ډول وژل کېږي:
لومړی هغه دي، چې په کامله توګه غلامان دي؛ هیڅ ډول خپلواکي او ازادي نه لري، د خپل اُجُرت لپاره نه د دیني ارزښتونو پروا لري او نه وطني ارزښتونو ته وفادار دي.

دویم هغه خبریالان او مطبوعاتي فعالان دي، چې ازاد او خپلواک دي او یا د ازادۍ او حق ویلو احساس لري.

دا معلومه خبره ده چې په نړۍ کې پراخ مطبوعاتي جنګ روان دی او دا هم ثابته ده، چې تر ډېره په ټوله نړۍ کې رسنۍ د غربي استعمارګرو تر واک لاندې دي.

نو په همدې اساس ویلی شو، چې دغه دواړه ډول مطبوعاتي فعالان غربي او کفري استخبارات د خپلو سیاسي مفادو په خاطر وژني.

لومړی ډول خبریالان هغه چې په اولس کې یو څه شهرت لري اګر که د دوی لاس په نامه غلامان دي، خو غرب ته یې تر دغې غلامۍ په ترور کې ډېره ګټه وي.

یوه ګټه یې داده، چې پړه یې پر خپل مقابل ور اچوي او له دې لاري اولسونه له خپل مقابل لوري څخه متنفر کوي.

دویمه ګټه یې داده، چې په سیمه کې د ناامنۍ په نوم هر وحشت ته لاره هواره وي؛ د خلکو په کورو چاپې وهل او په پاټکونو کې د متشریع افرادو تنګول.

درېیم او مهم ټکی دادی، چې په داسې خبریالانو کې د استخباراتو داسې خلک هم وي، چې د استخباراتو مُحرم رازونه ورسره وي، نو د هغې د پټ ساتلو لپاره همدا یوه لاره ده، چې شخص له منځه لاړ شي.

پاتې شوه د دویم ډول خبریالانو ترور او مرموزه وژنه؛ لکه څنګه مو چې وویل دا کار هم په هېواد کې د ښکېلو استخباراتو کار دی. له دې لارې غواړي، چې په ژورنالېزم او رسنیو کې د ازاد احساس او حق بیانۍ مخه ډب کړي. له دې وېرې بااحساسه خبریالان ترور کوي، چې د کفارو اصلي څېره نړۍ ته څرګنده نه کړي،
او تر خپله وسه کوښښ کوي، چې ددې کار پړه هم په مجاهد او ددې هېواد پر اصلي بچي ور واچوي.

د داسې اعمالو د ترسره کولو لپاره استخبارات مختلف پلانونه په کار اچوي، چې یو ښه مثال یې په دې لنډ وخت کې په کابل او نورو ښارونو کې د امنیتي میثاق په نوم په نامسوولو وسله والو وسلې ویشل دي.

بالمقابل مونږ وینو طالب او مجاهد چې څه کوي په ښکاره ډول یې کوي او که په عادلانه ډول فکر وکړو، نو په دغسې وژنو کې د طالب او اسلامي امارت کومه ښکاره فایده نشته، چې مونږ وویلی شوو دا کار به دوی کړی وي.

دا په تجربې سره ویلی شوو، چې اسلامي امارت چې کله هم داسې کوم عمل کوي، نو لومړی د نصیحت په ډول خبرداری ورکوي بیا چې کار وکړي، نو له سبب سره یې له خپل رسمي ادرسه پړه پر خپله غاړه اخلي. مونږ باید په دې پوه شو چې اشغالګر دښمن په هېواد کې له هیڅ ډول حربې هم دریغ نه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx