ټولنیزه برخه

د ړندو ښار

حامد افغان

دا د پرنګي لیکوال هیربرټ جورج ویلز (Herbert George Wells) خیالي کیسه ده، چې د لومړي ځل لپاره په کال 1936م کې خپره شوې ده او تراوسه لا خپریږي. کیسه له نړۍ نه د لېري پراته یوه کلي په اړه ده،  دا کلی د جنوبي امریکا د اندیز غرونو لړۍ کې (Cordillera de los Andes)‏ پروت دی. یو وخت دې کلي کې یوه نادره ناروغي پیدا شوه او هغه دا چې خلک به په سترګو ړندیدل! له دې ناروغي سره له نړۍ سره د دې کلي اړیکه وشلیدله او دوی هم خپل کلی پرېنښود.

لکه چې ویل کیږي انسان له هر ډول حالت سره روږدی کېږي، دوی هم له ړندیدا سره بلد او روږدي شول، خبره دېته ورسیدله چې ان اولادونه یې هم ړانده پیدا کېدل! څه وخت وروسته کلي کې سترګور انسان پاتي نه شو، تول نسل ړانده شول!

د ړندو د ژوند کیسه همداسې روانه وه چې یوه ورځ مشهور غر ختوونکی (نيونز) د اندیز غرونو ته راغی، هغه غره ته په ختلو بوخت و چې پښه یې وښویېدله او د ړندو کلي ته رابرابر شو، له ښه مرغه هغه ټپي نه شو او روغ رمټ پاتي شو.

نیونز چې کلي ته رانږدې شو اول نادره یې دا ولیدله چې کوټو یې دربچې نه لرلې، بله عجیبه یې دا وه چې رنګونه یې ګډوډ پر دیوالونو چټي لړلي وو! نیونز په چروت کې روان و، له ځانه سره بونګیدی چې دا کوټې لکه چې ړندو جوړي کړې دي! د کلي منځ کې یې نارې کړي خو ویې لیدل چې خلک یې خواته تېریږي خو ده ته هیڅ توجه نه کوي، نو دلته نیونز پوه شو چې (د ړندو ښار) کې ولاړ دی.

لیږ وروسته د کلي یوه مجلس ته ورغی، ځان یې وروپېژاند، دا یې هم ورته وویل چې څه ډول تر دې ځایه راورسید او بله دا چې دی او د ده د ښار خلک سترګور دي او ویني! ده چې وروستۍ جمله پوره کړه د پوښتنو باران پرې پیل شو، چې “سترګور” او “ویني” څه معنا؟!

د ړندو د ښار ړانده اوسیدونکي لګیا شول او نیونز ته یې کړه چې لیدل څه مطلب؟ خلک څنګه ویني؟! خبره تر پوزخنده ورسیده، خلکو هغه پوري خندا او قهقهه پیل کړه، ان تر دې چې نیونز یې لیونی وباله او ځینو یې برېکړه وکړه چې سترګې یې وکاږي! هغوی په دې اند شول چې سړی همدې سترګو لیونی کړی او چټي لګیا دی. لنډه دا چې نیونز ونه توانیدی چې هغوی د لیدلو په معنا پوه کړي، ځکه هغوی ړانده د سترګو نعمت هېر کړی و. اخیر نیونز روغې سترګې د ړندو له ښاره په تېښته بریالی شو او له ځانه سره یې کړه چې څنګه نابیایي روغتیا او لیدل ناروغي کیدلی شي؟!

پایله:

“د ړندو ښار” یعني د کږو فکرونو له امله جاهلیت،  ګډوډي، فساد، تخلف، فقر، سختي، افراط او تعصب ځپلې ټولنه. هر غوره فکر او اصلاح ته بلنه د شکونو او شبهاتو له برید لاندې راځي او په سختي سره تردید کیږي، له علم کرکه او پر جهل خوشاله وي.

“د ړندو ښار” یعني هغه ټولنه چې له کرکو، نفرتونو او د یوه بل له توهین او سپکاوي ډکه وي، مینه او خپل منځي محبت بلا، عنقا او ټولو ترټلې یي. هر څوک د ځان غم اخیستي وي، ټولنیز فکر او د نورو غم پردی او نامطلوب!  کار ګرځیدلی وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx