نړۍ

د امريکا په نشويل ښار کې موټربم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل):د امريکا د ټينسي ايالت په نشويل ښار کې د کرسمس په ورځ موټربم چاودنه شوې، چې له امله يې درې تنه ټپيان شوي او ګڼې ودانۍ هم زيانمنې کړي دي.

د نشويل ښار پوليس وايي، دا موټربم چاودنه قصدي عمل و.

پوليسو ويلي، دوی ته خبر رسېدلی و، چې يو «کمپرون» موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي او امنيتي ځواکونه له چادنې نيم ساعت مخکې د پېښې ځای ته رسېدلي وو.

د پوليسو په وينا تر چاودنې مخکې يې د سيمو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې له دې ځايه لرې شي.

ښايي د پوليسو د خبرداري له امله د چاونې زيان لږ وي.

په خپرو شوو ويډيوګانو کې هم ښکاري، چې پوليس له خلکو غواړي، له سيمې لرې لاړ شي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چاودنې ډېره زوروره وه او تر لرې ځايونو يې غږ اورېدل شوی دی.

په ويډيوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله شاوخوا ودانۍ هم زيانمنې شوي دي.

نشويل د ټينسي ايالت مرکز دی، چې شاوخوا اويا زره وګړي په کې اوسيږي.

د پېښې مسؤوليت انګېزه تر اوسه نه ده معلومه.

پوليس وايي، تر اوسه يې د موټربم عاملين نه دي نيولي او د هغوی د موندلو لپاره يې پلټنې پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx