افغانستان

پر افغانستان د شوروي د یرغل کلیزه؛ طالبان وایي، افغانان د استقلال لپاره له مبارزې نه ستړی کېدونکی هوډ لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د افغانستان  ملت نه له دې وړاندې چا ته ضرر رسولی او نه يې آينده کې چا ته د ضرر رسولو اراده لري؛ خو که څوک يې د استقلال په وړاندې خنډ ګرځي، په میړانه یې مقابله کوي.

پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل د ۴۱ مې کلیزې په مناسبت د طالبانو له ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد یرغل د مقابلې په برخه کې د افغانانو قربانۍ، هجرتونه او شهادتونه یاد شوي او وړاندې زیاته شوې چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو او د هغوی د کورنیو «لاسپوڅو» ماتې دا درس ورکوي چې د وژنو په زور څوک پر افغانانو پردۍ نظریه تحمیل کولای نشي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان ملت نه تر دې وړاندې چا ته زیان رسولی او نه تر دې وروسته دا ډول اراده لري؛ خو د خپلو ارزښتونو سپکاوی ورته د منلو نه دی او د خپل هیواد د استقلال لپاره د مبارزې نه ستړی کېدونکی هوډ لري.

د اعلامیې پر بنسټ « د افغانستان  ملت نه له دې وړاندې چا ته ضرر رسولی او نه يې آينده کې اراده لري، خو په خپله خاوره کې خپلواک او آرام ژوند، آزادي او د ازرښتونو ساتنه يې هم فرض او هم اړتيا ده، هر څوک چې ورته په دې لاره کې خنډ ګرځي، په ميړانه یې مقابله کوي او د خپل استقلال لپاره له مبارزې نه ستړی کېدونکی هوډ او توان لري. ان شاءالله تعالی.»

پر افغانستان د شوروي یرغل ۴۱ مه کلیزه داسې وخت ده، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي تړون په بنسټ له هیواده د ناټو او امریکایي ځواکونود وتلو لړۍ روانه ده او تمه ده د نوي زیږدیز کال د می میاشتې تر پایه ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

شک نشته چه د لویو قدرتو بریدونه په زمونږ په شان فقیرو هیوادو باندی له ځانه سره مثبت او منفی تاثرات له ځانه سره لری. د انګریزانو، روسانو او امریکایانو د بریدو په دوران کی د بریدګرو ډیری خطاګانی وی چه زمونږ په ګټه او د هغوی په تاوان او زمونږ ډیری خطا ګانی به هم وی چه هغوی ته په ګټه او زمونږ په تاوان وی هغه چه زمونږ په تاوان او د هغوی په ګټه وی: د انګریزانو اړخ هم پریږدم، د روسانو د دوری وخت په اوایلو څو کلو کی زمونږ جنګ زمونږ جنګ وو د روسانو… نور لوستل »

Adam Khan

DA TARIKH PA KASHMAKASH KI DA AFGHAN DAGHA TAQDEER DI
HAGHA QAWM BA ZHONDAI PAEE CHI PA LAS KI YEE SHAMSHEER DI

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx