افغانستانسولې اړوند خبرونه

سیاف: د سولې فردي هڅې دې ودرول شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): پخواني جهادي قوماندان او د حراست او ثبات شورا مشر «عبدالرب رسول سیاف» وایي، د سولې فردي هڅې د مذاکراتي ټیم د کمزورۍ لامل ګرځېدلې او باید ودرول شي.

سیاف چې نن یې په کابل کې د پخلاینې عالي شورا دویمې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې مذاکراتي ټیم د بشپړ ولس استازی دی او د ولس ښه استازیتوب یې کړی، چې اوس پر ولس حق لري «قاطع ملاتړ» یې وکړي او داسې هڅې ونشي چې د مذاکراتي ټيم د ضعف لامل وګرځي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، هغه کسان چې د جوړجاړي لپاره فردي هڅې کوي، باید ودرول شي؛ ځکه دده په خبره، مذاکراتي ټيم یو چینل دی او هر څوک چې کومه خبره لري، کولای شي چې له مذاکراتي ټیم سره یې شریکه کړي او هغوی به بیا له مقابل لوري سره ورباندې وغږېږي.

سیاف ددې تر څنګ طالبان تورن کړل چې د مذهب د موضوع په مطرح کولو سره یې د کابل د مذاکراتي ټيم د ویشلو هڅه کړې؛ خو په خبره یې، د کابل مذاکراتي ټيم خپل وحدت په ښه توګه وساته او د ولس ښه استازولي یې وکړه.

د سیاف له قوله، د سولې لپاره اړینه ده چې دواړې غاړې اراده ولري او تر هغو پورې سوله شونې نه ده، تر څو د دواړو اړخونو اراده مشخصه شوې نه وي.

سیاف داسې مهال د سولې د فردي هڅو د درېدو غږ کوي، چې په کابل کې دننه یو شمېر جهتونه د سولې په پروسه کې ځان شریک نه ګڼي او هڅه کوي له طالبانو سره له خپل ادرسه خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx