افغانستان

بلخ کې د شاهین قول اردو د ګارنیزیون قومندان په بمي چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د شاهین قول اردو د عامه نظم د ګارنیزیون قومندان طارق الله صافی په یوې بمي چاودنه کې خپل ژوند بایللی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، تیره شپه د شولګرې ولسوالۍ په نواباد سیمه کې دولتي عسکرو د طالبانو پرضد پوځي عملیات ترسره کول چې د طالبانو له ځوابي برید سره مخ شول او سخته نښته رامنځ ته شوه.

د شاهین قول اردو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، د نښتې پرمهال د درېیمې لوا د ګارنیزیون د قومندان طارق د سپرلۍ پر ټانګ د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې له امله یې قومندان طارق الله صافی ځای پرځای وژل شوی او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیـــــــــــــــــــــــــــــــح الله مـــــــــــــــــــــجـــــــــــــــــــــاهــــــد هم دغه پېښه تایید کړې او د نښتې په ترڅ کې یې د قومندان طارق په ګډون د ۶ دولتي عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی.

باید وویل شي چې تیره اونۍ د شولګرې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر احمد نوید راسخ هم د شولګرې ـ مزار پر لویې لارې د سړک غاړې ماین چاودنه کې خپل ژوند بایللی ؤ.

ددې ترڅنګ تیره ورځ د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د عملیاتو پرمهال د شاهین قول اردو د ویمې لوا د شپږم کنډک قومندان محمدقاسم پیکار په ګډون ۷ تنه عسکر وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx