نړۍ

اردوګان: له اسرائيلو سره ښې اړيکې غواړو، خو فلسطين زموږ لپاره سره کرښه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، له اسرائيلو سره ښې اړيکې غواړي، خو فلسطين د دوی لپاره سره کرښه ده او د فلسطين په اړه د اسرائيلو تګلاره د جنجال او ستونزو اساسي خنډ دی.

ولسمشر اردوګان په استنبول ښار کې رسنيو ته ويلي، چې ترکيه د اسرائيلو له لوړپوړو چارواکو سره ستونزې لري او که دا ستونزې حل نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نه شي ښې کېدای.

ښاغلي اردوګان وويل: «فلسطين زموږ لپاره سره کرښه ده، د فلسطين په اړه د اسرائيلو روانه ظالمانه تګلاره زموږ لپاره د منلو وړ نه ده، خو د دې هر څه سربېره هم د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ اړيکې روانې دي.»

نوموړي زياته کړې، چې هېواد يې له اسرائيلو سره ښې اړيکې غواړي، خو د دې لپاره بايد اسرائيل د فلسطين په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

د يادونې وړ ده، چې ترکيه او اسرائيل له ۲۰۱۸ کال راهيسې ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري او ترکيې يو ځل بيا ويلي، چې اسرائيلو سره به خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې فعالې کړي.

ترکيه يوازېنی مسلمان هېواد دی، چې پر فلسطين د اسرائيلي ښکېلاک ظلم او تېری په ښکاره ټکو غندي او په ۲۰۱۸ کال کې چې په غزه کې اسرائيلي يرغلګرو پر سوله‌ييز لاريون ډزې وکړې، نو ترکيې د اسرائيلو سفير وشاړه او خپل سفير يې هم له اسرائيلو وويسته.

په تېر اګسټ کې اسرائيلو پر ترکيې تور لګولی و، چې د حماس جهادي غورځنګ لسګونو مشرانو ته يې ترکي پاسپورټونه ورکړي او دا کار يې «د دوستانه اړيکو خلاف» بللی و.

په ۲۰۱۸ کال کې، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه ونوموله او هلته يې د امريکا سفارت د لېږدولو اعلان وکړ، فلسطينيانو د دغې پرېکړې پر خلاف سوله‌ييز لاريونونه وکړل، چې اسرائيلي ښکېلاکي عسکرو پرې بریدونه وکړل او ترکيې د دغو بریدونو له امله له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړې.

د امريکا له نوي حکومت سره د اړيکو رغولو لپاره چمتووالی

ترکيې اوس يو ځل بيا پرېکړه کړې، چې له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې جوړې کړي او څلوېښت کلن افق الوطاس يې اسرائيلو ته نوی سفير ګومارلی دی.

د چارو څارونکي وايي، ترکيه غواړي، د امريکا له راتلونکي ولسمشر جوبايډن سره د اړيکو غښتلي کولو په موخه له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي.

ترکيې له روسيې «ايس ۴۰۰» دفاعي توغندي پېرلي او امريکا پرې له همدې امله بندیزونه لګولي دي، چې له امله يې د واشنګټن او انقرې اړيکې ترينګلې شوي دي.

د اسرائيلو «ټايمز اف اسرائیل» ورځپاڼې ليکلي، له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو له لارې انقره غواړي، چې د سپينې ماڼۍ له راتلونکي حکومت سره خپلې اړيکې غښتلې کړي.

د اسرائيلو «ټايمز اف اسرائیل» ورځپاڼې ليکلي، له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو له لارې انقره غواړي، چې د سپينې ماڼۍ له راتلونکي حکومت سره خپلې اړيکې غښتلې کړي.

د اسرائيلو «يروشلم پوسټ» ورځپاڼې هم ليکلي، چې ترکيه له اسرائيلو سره د اړيکو جوړلو له لارې د امريکا له راتلونکي حکومت سره د اړيکو رغولو هڅه کوي او بل لور ته غواړي، چې اسرائيل له خپلو متحدينو يونان او متحده عربي اماراتو لرې کړي.

د منځني ختيځ د چارو کارپوهان هم وايي، چې ترکيې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو پرېکړه د سپينې ماڼۍ راتلونکې ادارې ته د نږدې کېدو او د مذاکراتو چانس پيدا کولو په موخه کړې او په عين حال کې غواړي، چې له څلور اړخيزو روانو فشارونو هم ځان وباسي.

يوه اسرائيلي کارپوه هريندر مشرا ويلي، چې د سيمې د حالاتو په رڼا کې ترکيې ځان منزوي بولي او له دې انزوا د وتلو لپاره شپه ورځ هڅې کوي.

ترکيه په بحیره احمر کې د ګازو او تېلو د موندلو په اړه له قبرص او يونان سره په لانجو اخته ده. متحده عربي امارات او فرانسه په دې لانجه کې د يونان پلوي کوي.

همدارنګه د سوريې او لیبيا په قضيه کې هم مصر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، فرانسه او روسيه له ترکيې سره مخالف دي.

د برتانيې په هات پوهنتون کې د منځني ختيځ د چارو کارپوه پروفسیر ډاکټر افتخار ملک وايي، ترکيه غواړي، د امريکا له راتلونکي ولسمشر جوبايډن سره خپلې اړيکې غښتلې کړي او له اسرائيلو سره اړيکې جوړول د دې کار لپاره اړينې بلل کيږي.

د پروفيسر افتخار ملک په وينا له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو له لارې اردوګان غواړي، د امريکا راتلونکې ادارې او ټولې نړۍ ته روښانه کړي، چې دوی بد خلک نه دي او له نړۍ سره ښې اړيکې غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ماطیب اردګان ته دفیبوک دلاری ولیکل الله په قرآنکریم کی فرمایی:که مسلمان له یهودواونصاراسره دوستی وکی ددوی له جملی دۍ داسی نه چه لکه داوودخان اومحمدمرسی چه له کمونسټانوڅخه وزیران وټاکل الله څه ناورین پرنازل کی پرتاهم دالله قهرونسی زه ګمان کوم زماهدایت اثر پرکړۍ وی په ټوله دنیاکی دغه یوایمانداره رهبرسته چه هم دقرآنګریم داحکاموصحیح ندۍ خبردمسلمانانولوناکامی دقرآنکریمه ناخبرتیاده پراحکاموعمل نکوی چه الله کفارپرمسلط کړی دی که پرقرآنکریم عمل وکی لکه ۱۳۰کاله چه تنهاپرقرآنکریم عمل وو ۴۰مملکته یی فتح کړل بیاکفارودوهابیانو اوکادیانیانو(چه کمونسټان دی)په واسطه یی دقرآنکریم دتعبیراومخ نیوی دپاره ډیری پیسی خرڅی کړی اسلام یی دمنځه یووړۍ زه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx