نړۍ

د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند د مولانا شېراني او حافظ حسين احمد په شمول څلور مهم مشران له ګونده وويستل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مولانا محمد خان شېراني، حافظ حسين احمد، مولانا ګل نصیب خان او مولانا شجاع الملک د ګوندي اصولو او کړنلارو د مخالفت له امله له ګونده ويستلي دي.

د جمعيت علمای اسلام ګوند وياند محمد اسلم غوري رسنيو ته ويلي، چې د ګوند مرکزي شورا د رايو په اتفاق پرېکړه کړې، چې بلوچستان لپاره د جمعيت پخوانی مشر او پخوانی سناتور محمد خان شېراني، ورسره د ګوند پخواني وياند، حافظ حسين احمد، همدارنګه پخواني سناتور او د ګوند پخوانی سرمنشي مولانا ګل نصیب خان او د پارلمان پخوانی غړی مولانا شجاع الملک د ګوند د تګلارو او اصولو څخه سرغړونې کړي او له همدې امله له ګونده ويستل شوي دي.

محمد اسلم غوري ويلي، چې د ګوند د پرېکړو کاپيانې يادو کسانو ته لېږل شوي او تر دې وروسته د دوی څرګندونې او نظرونه له جمعيت علمای اسلام سره اړيکې نه لري.

د يادونې وړ ده، چې د جمعيت پخواني لوړپوړي مشر، د اسلامي نظرياتي شورا پخواني رئيس او پخواني سناتور مولانا شېراني له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره مخالفتونه درلودل، خو په دې وروستيو کې يې دغه مخالفتونه ښکاره شول او محمد خان شيراني له رسنيو سره په خبرو کې هم منلې، چې مولانا فضل الرحمن سره يې د ګوندي سياست په اړه اختلافات زيات شوي دي.

مولانا محمد خان شېراني

مولانا شيراني ويلي، چې پاکستان بايد اسرائيل په رسميت وپېژني او دا يې د نړيوال سياست مهمه برخه بللې او همدارنګه يې د عمران حکومت پر خلاف د مولانا فضل الرحمن له روانو سياسي جلسو سره هم مخالفت ښودلی دی.

همدارنګه د ګوند پخواني وياند حافظ حسين احمد هم ويلي، چې مولانا يوه لور ته د پاکستان اوسنی پارلمان جعلي بولي، خو په عين حال کې يې له همدې پارلمانه د ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون هم وکړ او زوی يې د همدې پارلمان غړی دی.

د جمعيت علمای اسلام پخواني وياند، حافظ حسين احمد

مولانا فضل الرحمن د عمران خان حکومت پر خلاف د سياسي ګوندونو د ايتلاف «پاکستان ډيموکراټيک خوځښت يا پي ډي ايم» مشر دی.

په دغه ايتلاف کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ ن او د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ پيپلز ګوند په ګډون يوولس سياسي ګوندونه شامل دي، چې مولانا فضل الرحمن يې مشر دی.

نواز شريف او مولانا فضل الرحمن د عمران خان حکومت نااهله او له فساده ډک بولي او پر پوځ يې تور پورې کړی، چې د دې نااهله حکومت په راوستو کې د پوځي مشرانو لاس دی.

د مولانا فضل الرحمن په پرتله نواز شريف د پوځي چارواکو پر خلاف توندې څرګندونې کوي او د پاکستان د روانو اقتصادي ستونزو پړه يې د پوځ پر لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه اچولې ده.

څو ورځې وړانډې حافظ حسين احمد له رسنيو سره د خبرو پر مهال د نواز شريف له څرګندونو سره مخالفت ښوولی او هغه يې «د لستوڼي مار» بللی و، چې له امله يې نوموړی د ګوند له وياندوۍ ګوښه شوی او بالاخره د ګوند غړيتوب هم ترې واخيستل شو.

پخوانی سناتور او د جمعيت علمای اسلامي پخوانی سرمنشي مولانا ګل نصيب خان له تېرې اوږدې مودې راهيسې د مولانا فضل الرحمن نږدې ملګری بلل کېده، خو په دې وروستيو کې يې ورسره اختلافات زيات شوي او د محمد خان شيراني ملتيا يې کوله.

مولانا ګل نصيب خان له تېرې اوږدې مودې راهيسې د مولانا فضل الرحمن نږدې ملګری بلل کېده، خو په دې وروستيو کې يې ورسره اختلافات زيات شوي

د چارو کارپوهان وايي، چې مولانا فضل الرحمن د حکومت او د پوځ د سياسي کردار پر خلاف په لوړ هوډ مبارزه پيل کړې، او اوس دی له داسې ستونزو سره مخ شو، چې په خپل ګوند کې ورته سرخوږی جوړ شو او مهمو مشرانو ورسره اختلافات پيل کړل.

د کارپوهانو په اند د ګوند د مشهورو کسانو دا ډول اختلاف يو پلان شوی کار دی، تر څو مولانا په خپل ګوند کې دننه له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي او د حکومت پر خلاف د ده روانې هڅې او مظاهرې ټکنۍ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم خان

دواڑہ ملایان فضل/شیرانڑئ
د زان پہ گٹو بوخت ول بوخت دى ،
دوئ د اسلام پہ نامہ تل زانونہ او کورانیو تہ گٹى اخستى دى ۔ او د اسلام نوم کلہ د غلہ ، زانى ، شرابى قاتل زردارى ، شریف ، مشرف ، ضیاءالحق او کلہ بیا د فوج د ناروا کڑنو د پارہ کاراولئ دئ ،

طوطی

د دی دیموکرات فضل الرحمن پټکی د # دی، ټول یی پیژنی دا د ##. د آی اس آی ملا به هیڅکله هغه ملایان علما چی د پښتنو د حقوقو مطالبه کوی وځغمی. دا ## بیا په افغانستان کی جهاد روا بولی نو څنګه د واقعی علماو شتون تحمل کولای شی د طالبان ماما دی باید همداسی وکړی.

عبدالله

دا ټول د ISI غلامان دي هسې د اسلام له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کوي او ساده پښتانه هم ورته ښه په اخلاص کار کوي. په افغانستان کې مسلمان وژنه په ځانګړي ډول د پښتنو وژنې پروژې همدا ## عملي کوي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx