نظــر

دا مرګ ژوبلې او شرارتونه د چا له خوا او د څه لپاره دي؟

عبدالماک همت

له بده مرغه د ګران هيواد په دې څه له پاسه څلوېښت کلنه ګډه وډه وضع کي چي د بهرنيو داړه مارانو او کورنيو بېلو بېلو غلو او واک خوښو له خوا رامنځ ته سوې ده، پر ارګ باندي د واک د عاشقانو يو کوچنی بانډ مسلط سوی دی.

لکه چي پوهېږو په دې وروستيو کي د امريکايي او افغاني داره مارانو په ناخوښي کي او د هغو د مخالفتونو او کار شکنيو سره سره د ډونالډ ترامپ وړې ډلي د افغانستان د اسلامي امارت سره د روان عيسوي کال د فرورۍ پر ۲۹ مه پر دې توافق وکړ چي له دغي نېټې څخه به په ۱۴ مياشتو کي له افغانستانه خپل پوځي ځواکونه باسي. له دغه مهاله تر دې اوسه پر ارک واکمني مافيا او امريکايي سولي ضد داړه رانو په پټه او ښکاره لاسونه سره ورکړي دي او لګيادي چي د ټرامپ د کوچنۍ ډلي او د هغه د سولي د توافق پر ضد ډول ډول دسيسې، يوه په بله پسې پرلاره واچوي، څو سوله سبوتاژ سي، امريايي او ناټو ځواکونه دلته پاته سي، د ارګ مافيا واکمنه اوسي او د امريکايي داړه مارانو ډول ډول مادي ګټي او غلاوي، د افغان بې وزلي ولس په مرګ ژوبله او بدمرغيو کي خوندي سي.

لکه چي وينو امريکايي ډول ډول غله او د امريکې د ولس او افغانانو او د نړۍ د ټولو خلکو دښمنان وتوانېدل چي ټرامپ او د هغه وړه ډله له واک څخه ليري کړي. اوس نو دوی هغه وخت را رسېدلی بولي چي امريکايي او افغاني داړه ماران د خپلو پورتنيو موخو د تر سره کېدو لپاره  لاره پرانيزي او په افغانستان کي د امريکايي پوځونو د بيرته پاته کېدو لپاره پلمه ورته پيدا سي. د دغي خبري لپاره د ارګ عاشقانو د امريکايي داړه مارو په مشوره له څه مودې راهيسي پتېيلې ده چي په کابل او د افغانستان د ولايتونو په مراکزو او نورو ځايونو کي د دوی د اجيرو کسانو پرمټ ډول ډول نا امنۍ، مرګ ژوبلي، زړه بوږنوونکي پېښي، د کابل ښار له د نني څخه د ښار پر بېلو بېلو برخو راکټ اورول او نور بوږنوونکي جنايتونه په پرله پسې توګه تر سره کړي او دا هر څه په درواغو او سپین سترګۍ په طالبانو پوري وتړي، چي له امله يې افغانستان په مصنوعي توګه تر دې کچي نا امنه وښيي چي د امريکې ولس او نړۍ والو ته قناعت حاصل سي چي له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو پوځونو وتل په دغسي سختو نا امنو شرايطو  کي غير مسؤولانه کړنه ده.

خو جوبايدن، د امريکې غټ چارواکي او ولس، د ناټو غړي هيوادونه او نور نړۍ وال بايد د ارک د توطئه ګرو او د امريکايي معلوم الحالو داړه مارانو په دغو شومو موخو او دسيسو تېر نه وزي او ودي پوهېږي چي ټول افغان ولس پر ارګ له واکمنو څخه تر پوزي راغلي او د دې هيواد لوی او کوچني، ښځي او نر ټول دلته سرتر سري سوله، ملي يووالی  او د فرورۍ د ۲۹مي د توافق سره سم د پردو پوځي ځواکونو وتل او په ګران هيواد کي د اسلامي عدالت نظام ټينګېدل غواړي.

دلته سوله راوستل او د دې هيواد امنيت ساتل افغانان کولای سي، نه پردي پوځونه او د ارګ توطئه ګران.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx