
کابل کې د مقناطیسي ماین ۵ چاودنو یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): نن سهار په کابل ښار او ده سبز ولسوالۍ کې د پنځو مقناطیسي ماینونو د چاودنو له کبله د ۸ پولیسو په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د کابل امینه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند «چهارراهي شهید» کې د پولیسو په رینجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې د دوو پولیسو او یو ملکي کس په ګډون ۳ تنه وژل شوي او یو بل ملکي کس ټپي شوی دی.
نوموړی زیاتوي، په شپږمه امنیتي حوزه کې د پولیسو په رینجر یوې بلې چاودنې کې بیا دوه تنه پولیس ټپیان شوي دي.
د فردوس فرامرز د معلوماتو له مخې د اتمې امنیتي حوزې اړوند «حضوري چمن» سیمه کې هم یوه چاودنه شوې؛ خو تلفات نه لري.
د فرامرز په خبره دغه راز د ښار په نولسمه امنیتي حوزه کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور پوځیان ټپيان شوي دي.
په یوه جلا کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، د کابل په ولایت ده سبز ولسوالۍ کې هم د عسکرو په رینجر د مقناطیسي ماین چاودنې یو شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې؛ خو د تلفاتو دقیقې شمېرې په هکله یې څه نه دي ویلي.
په ورته مهال د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو له تیرې راهیسې تر نن سهار پورې د ۳۱۵ او خیرخانې په نوې پروژې سیمو کې عام سړکونه تړلي او موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
داسې ویل کیدل چې امنیتي ځواکونه د یو توغندويي برید د مخنیوي په هڅه کې وو؛ خو تراوسه داسې نښې نښانې نه دي موندل شوي چې ګواکې کلابند کوونکو عسکرو او پولیسو دې د کومې پېښې مخینوی کړی وي.