افغانستانسولې اړوند خبرونه

صالح: د افغانستان شخړه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې حل کېدای نشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، د افغانستان شخړه د کورنیو ابعادو په پرتله ډېر بهرني اړخونه لري او دا سوچ غلط دی چې دا شخړه به یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې حل شي.

صالح چې نن يې په کابل کې د مصالحې عالي شورا دوهمې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د سولې روانو خبرو د بهیر په وروستۍ پرېکړه کې د سیمې د هېوادونو ښکېلول او  د نړیوالو او ملګرو ملتونو د اجراییوي ضمانت ترلاسه کول ډېر مهم دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان جګړه چې څومره خونړۍ ده په هماغه اندازه بهرني ابعاد هم لري او په زیاته اندازه پيچلې ده؛ نو ځکه دده له قوله، ښایي یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې مسئله حل نشي.

دده په خبره، تر دې دمه افغانستان خپلې وسلې تولید کړې نه دي او هر څه چې روان دي، د نورو له لوري په تولید شویو وسلو او ټکنالوژۍ روان دي؛ نو ځکه دده له قوله، د افغانستان د جګړې د کورنیو ابعادو په پرتله بهرني ابعاد زیات دي.

صالح ددې تر څنګ د جګړې د  شدت د کموالي او یا هم اوربند وړاندیز کړی او په خبره يې، که دا کار وشي خبرې به په ښه فضاء کې په چټک ډول مخته ولاړې شي.

د صالح له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو بهیر پیل شوی او تمه ده مذاکراتي ټیمونه د اجنډا د موضوعاتو په اړه تر مشورو وروسته د نوي زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې پر پنځمه نېټه بیا ځلې د خبرو مېز ته راټول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
امرالله صالح چي تر دي دمه هم د ‌‌‌‌‌‌ډالرو په غلا ، چور ، چپاول او لوټمار باندي نه دي موړ سوي ، د داسي مسلکي غلو د حنجرو څخه د صلحي ږغ پورته کول ناممکن او ناشونئ دی .
امرالله صالح او نور داړه ماران د مظلومو افغانانو په وينو تويولو کي خپلي ګټي ويني . داجنايتکاران او جانيان د زور په ژبه پوهيږي ، لکه چي اولنو ويلي دي : ( کږي خولي په سوک جوړيږي ).

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx