شعـــــرونه

د یاد څپه/ مستغفر ګربز

مستغفر ګربز

غم دې رانـه سمه غیږ  چاپېره ده
وه یـاره ؛ خـبـره لـه زغـم تېره ده

تللـو دې جـنــون تـه راسـولی یـم
ټـولـه خوشالي یـې رانـه هېره ده

خاورې مې پـه هیلو باندې واړوي
دومـره دې د یـاد څپـه مُضِېره ده

حال مِ بدل شوی دی پوهېږم چې
دغـه مې د ژونـد شیبـه أخېره ده

تش دې پـه عکسونـو ګوزاره کوم
اوس مو فاصله تـر منځه ډيره ده

ستا د مستغفر ګربز په مخ باندې
ستا د جـدایـئ نـښـه ظاهېره ده

مستغفر ګربز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x