شعـــــرونه

مينه خو ښۀ وه خو…./ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

مينه خو ښۀ وه، خو کيسه ورپکې دا ښۀ نۀ وه
د ادم زادو له سينو د زړونو غلا ښۀ نۀ وه

ماښام کيسه له توانه ووتله، چيغې مې کړې
د چا د ياد خو نو دا دومره انتها ښۀ نۀ وه

سړی يې سم د مئينتوب په ښاريه ګډاوه
لاس به دي مخته چې نيوی دغه ادا ښۀ نۀ وه

په دومره لويو وحشتونو بېخي نۀ ارځېدل
ديمکراسي پلي کول دلته پاچا ښۀ نۀ وه

غُربت پېغور نۀ و، ګناه نۀ وه او بده نۀ وه
خانه! خو تا کړې غريب پسې خندا، ښۀ نۀ وه

د تورو سترګو بلاګانو نه خدای وساتلم
خو د شينکيو فرشتو سترګو بلا ښۀ نۀ وه

زما غزل کې ليکل شوي ځواب خوند و نۀ کړ
او ستا په سترګو کې پرته دا معمیٰ ښۀ نۀ وه

زما جهاد باطل، د دوی هر يو وحشت سهي و
سديسه! زهر وخورې دغسې فتوا ښۀ نۀ وه

چې کوم سترګک مې دروهلی و، تېروتی ومه
کومه کانه چې دي بيا کړې وه په ما، ښۀ نۀ وه

ځه نو ياري ده، تېر و بېر پکې راځي صاحبه!
خفه کېدل دي په وړه خبر اشنا ښۀ نۀ وه

د شفاعت پر زړۀ امبار وې د يادونو ايرې
او زندګي يې پر ملا خمه وه، بې تا ښۀ نۀ وه

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx