دیني، سیرت او تاریخ

د ښځو تعليم او تحصيل د اسلام له نظره

عبدالمالک همت

په دې کي شک نسته چي ښځه د ټولني نيمه برخه ده، او دا هم منلې خبره ده چي ښځه د انساني ټولني بنسټ باله سي، دا په دې چي ښځه هم مور ده، هم مېرمن ده، هم خور ده، هم لور ده او په ټوله کي د توکمونو(نسلونو) روزونکې او پالونکې ده. داهغه لومړنۍ مدرسه ده چي د انسان شخصيت پکښي وده کوي او جوړښت مومي. نو کومه ټولنه چي خپل کوچنيان د جاهلي او نالوستي ښځي په غېږ کي پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چي له خپلو غړو دي د سم او ګتور خدمت او هلو ځلو تمه ولري.

له دې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم چي لوی څښتن سبحانه د دې نړۍ د مليارډونو استوګنو د ديني، دنيوي، مادي، معنوي او اروايي ناروغيو د ستر درملګر په توګه را لېږلي دی د نارينه وو تر څنګ د ښځي ښوونه او روزنه هم فرض او لازمه بللې ده، لکه چي له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ».

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان  فرض دی.

دغه حديث دغو کتابونو تخريج کړی دی: سنن ابن ماجه، باب فضل العلماء والحث على طلب العلم، 224شمېره حديث، مسند أبي حنيفة رواية الحصكفي، کتاب العلم، ۱، ۲ شمېرې حديثونه، مسند البزار، ۹۴ شمېره حديث، د طبراني المعجم الكبير، 10439 شمېره حديٍث او د احاديثو نور ډېر کتابونه.

د يادوني وړ ده چي دغه حديث ځينو پخوانيو حديث پوهانو ډېر مشهور او د معنا له پلوه صحيح، خو د اسنادو له مخي ځينو ضعيف او ځينو حسن بللی دی (حسن حديث هغه دی چي په استدلال او عمل په کولو کي د ټولو فقه پوهانو او زياتو حديث پوهانو او اصوليونو په نزد منلی دی)، خو د ډېرو اوسنيو حديث پوهانو، لکه د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه الباني او نورو څېړنو جوته کړې ده چي دا حديث بالکل صحيح دی. لکه چي دغه حديث ډېرو راويانو په بېلو بېلو لارو روايت کړی دی. له دې امله نور نو داسمه نه ده چي دغه صحيح حديث ضعيف وبلل سي.

دا هم د يادولو وړ ده چي ځينو مصنفينو په دغه حديث پوري د ” مسلمة “ کلمه هم نښلولې ده، او حديث داسي ګڼي: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِم و مسلمة ». خو د دغه حديث په طروقو کي دغه کلمه نه ده ياده سوې او يادولو ته يې هيڅ اړتيا هم نسته، ځکه په دغه حديث کي په ” كُلِّ مُسْلِمٍ “ کي هم نارينه مسلمان شامل دی هم ښځينه. په ديني احکامو کي څه چي پر نارينه واجبېږي هغه پر ښځه هم واجب بلل کېږي، پرته له هغو مواردو چي له دغو دوو جنسو څخه په يوه پوري ځانګړي سوي وي.

نو له پورتني حديث څخه په غوڅه توګه جوتېږي چي د علم طلب پر نارينه او ښځه دواړو فرض دی. له دې بل لاندني حديث څخه بيا دا هم معلومېږي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښځي ادب او ښوونه او روزنه هم د کور پر مشرانو او هم د ټولني پر مشرانو لازمي او د دوه ګوني او لوی اجر لامل بللې ده، حديث دادی :

« ثَلاَثَةٌ لَهُمْ أَجْرَانِ: رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الكِتَابِ، آمَنَ بِنَبِيِّهِ وَآمَنَ بِمُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَالعَبْدُ المَمْلُوكُ إِذَا أَدَّى حَقَّ اللَّهِ وَحَقَّ مَوَالِيهِ، وَرَجُلٌ كَانَتْ عِنْدَهُ أَمَةٌ فَأَدَّبَهَا فَأَحْسَنَ تَأْدِيبَهَا، وَعَلَّمَهَا فَأَحْسَنَ تَعْلِيمَهَا، ثُمَّ أَعْتَقَهَا فَتَزَوَّجَهَا فَلَهُ أَجْرَانِ» صحيح البخاري، کتاب العم، باب تعليم الرجل أمته وأهله، 97 شمېره حديث او صحيح مسلم، باب وجوب الإيمان برسالة نبينا محمد صلى الله عليه وسلم إلى جميع الناس، ونسخ الملل بملته، 241 – (154) شمېره حديث.

ژباړه: درې کسان دي چي هغو ته دوه ګوني ثوابونه ورکول کېږي. يو هغه دی چي له اهل کتابو څخه وي (يهود يا نصراني وي) او پر خپل پيغمبر او پر محمد صلی الله عليه وسلم ايمان راوړي. دوهم هغه مریی دی چي هم د لوی څښتن او هم د خپلو مالکانو حق ادا کړي. او درېيم هغه څوک دی چي مينځه ولري، نو په ښه ډول ادب ور زده کړي او په ښه توګه يې ښوونه تر سره کړي. بيا هغه آزاده کړي او واده ور سره وکړي.

دلته سوال کېدای سي چي په دغه حديث کي خو مينځي ته د ادب او پوهي زده کول راغلي دي، نه د آزادي ښځي؟

جواب دادی چي که مينځي ته د علم ورزده کول د دوه ګوني ثواب لامل کېږي، نو آزادي ښځي ته تعليم خو په طريق اولی د ثواب لامل کېږي. حديث پوهان وايي چي په دغه حديث کي د مينځي يادونه په صريح توګه سوې ده او آزاده ښځه پر دغه باندي قياسېږي. وګورئ د دغه حديث تخريجوونکي امام بخاري رحمة الله عليه دغه حديث ته داسي سرليک ورکړی دی:” بَابُ تَعْلِيمِ الرَّجُلِ أَمَتَهُ وَأَهْلَهُ “، يعني دا باب دی د نارينه (د کور د مشر) له خوا خپلي مينځي او کوروالاوو ته د تعليم ورکولو په هکله.

په بخاري کي په دغه سرليک کي د ” وَأَهْلَهُ “ له يادولو څخه د امام بخاري موخه داده چي د مينځي تعليم په نص او د آزادي ښځي تعليم پر هغه باندي په قياس سره جوت دی. وګورئ امام ابن حجر عسقلاني، فلسطيني رحمة الله عليه د بخاري تر دغه سرليک لاندي داسي تشريح ورکوي : ”مُطَابَقَةُ الْحَدِيثِ لِلتَّرْجَمَةِ فِي الْأَمَةِ بِالنَّصِّ وَفِي الْأَهْلِ بِالْقِيَاسِ إِذْ الِاعْتِنَاءُ بِالْأَهْلِ الْحَرَائِرِ فِي تَعْلِيمِ فَرَائِضِ اللَّهِ وَسُنَنِ رَسُولِهِ آكَدُ مِنَ الِاعْتِنَاءِ بِالْإِمَاءِ“. فتح الباري، ۱ / ۲۵۰ مخ.

ژباړه: د ترجمة الباب يا سرليک سره د حديث مطابقت د مينځي په هکله په نص سره دی او د اهل (مېرمني او کورنۍ دغړو) په اړه په قياس سره دی. ځکه آزادو مېرمنو ته د لوی څښتن د فرايضو او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د سننو په ښوونه او تعليم کي پاملرنه بايد د مينځو په پرتله ډېره زياته او په ټينګار سره وي.

ښه ، دا خو هم سو د کورنۍ پر مشر باندي د خپلي مېرمني او د کور د غړو د ادب ښوولو او د علم په ګېڼه د پسوللو او سمبالولو د غاړي شرعي فرض، چي که يې تر سره نه کړي طبيعي ده چي له دغه درکه له لوی اجر څخه به بې برخي سوی وي. اوس به وګورو په دې اړه د ټولني د واکمنو، اړوندو چارواکو او مشرانو دنده څه ده؟

د بخاري شريف په کتاب العلم کي د ” بَابُ عِظَةِ الإِمَامِ النِّسَاءَ وتعْلِيمِهنَّ “ (باب دی د امام له خوا ښځو ته د نصيحت او د هغو د ښووني په هکله) تر سرليک لاندي دا حديث لولو: عن عَطَاءً، قَالَ: سَمِعْتُ ابْنَ عَبَّاسٍ، قَالَ: أَشْهَدُ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَوْ قَالَ عَطَاءٌ: أَشْهَدُ عَلَى ابْنِ عَبَّاسٍ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – «خَرَجَ وَمَعَهُ بِلاَلٌ، فَظَنَّ أَنَّهُ لَمْ يُسْمِعْ فَوَعَظَهُنَّ وَأَمَرَهُنَّ بِالصَّدَقَةِ، فَجَعَلَتِ المَرْأَةُ تُلْقِي القُرْطَ وَالخَاتَمَ، وَبِلاَلٌ يَأْخُذُ فِي طَرَفِ ثَوْبِهِ» بخاري، کتاب العلم، باب عظة الإمام النساء وتعليمهن، ۹۸ شمېره حديث.

ژباړه: عطا، بن ابي رباح ويلي دي چي ما له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه واورېدل چي زه پر پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندي شاهدي وايم چي هغه خپلو اصحابو ته نصيحت کاوه، نو يې په زړه کي ورتېره سوه چي د ده ږغ ښځو ته، کومي چي د کوچني اختر د لمانځه لپاره په عيدګاه کي د نارينه وو شاته ناستي وې ـ نه دی رسېدلی، نو د نارينه وو له صفونو څخه ، په داسي حال کي چي بلال رضي الله عنه ور سره وو، ووت، او هغو ته يې نصيحت وکړ او د خيرات په اړه يې امر ورته وکړ. (نو هغه وو چي د دې نصيحت او امر په اورېدو سره) له دغو ښځو چا غوږوالي او چا ګوتمۍ ور ته ډالۍ کولې او بلال د خپلو کالو په لمن کي اچولې.

ابن بطال پر بخاري باندي په خپله شرح کي د دغه حديث په تشريح کي ليکي: ”له دغه حديث څخه دا څرګندېږي چي پر واکمن لازمه ده چي د خپلو رعيتو چارو، تعليم او وعظ ته پاملرنه وکړي او په دې کي نارينه او ښځي يو شان دي“.

دې حديث ته هم پام وکړئ: عَنِ الشِّفَاءِ بِنْتِ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَنَا عِنْدَ حَفْصَةَ فَقَالَ لِي: «أَلَا تُعَلِّمِينَ هَذِهِ رُقْيَةَ النَّمْلَةِ كَمَا عَلَّمْتِيهَا الْكِتَابَةَ؟» سنن ابي داود، کتاب الطب، باب ما جاء في الرقى، ۳۸۸۵ شمېره حديث، دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي الباني صحيح بللی دی.

ژباړه: د عبدالله لور شفاء (چي ليک لوستې وه او د نمله نومي ناروغۍ په درملنه پوهېده) وويل: زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مېرمني بي بي حفصې سره د هغې په کور کي ناسته وم چي هغه صلی الله عليه وسلم راغی او ماته يې وويل: ته دې (حفصې) ته ولي د ”نمله“ د دانو(هغه يو ډول دانې چي د انسان په بغلونو او نورو ځايونو کي راخېژي) اوده نه ور زده کوې، لکه چي د مخه دي دې ته ليکل ور زده کړي دي.

له دغه حديث څخه ښکاري چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېرمني حفصې له شفا نومي صحابيې څخه ليکل زده کړي ول او بيا هغه صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل چي د ”نمله“ ناروغۍ  د رغېدو لاري چاري هم ور زده کړي.

ابن تيميه رحمة الله عليه او نورو ډېرو جيدو عالمانو دا هم ويلي دي چي په دغه حديث کي د ښځو د تعليم اهميت او د هغو له خوا د ليک د زده کولو مشروعيت او جواز جوتېږي.

دا حديث هم ولولئ: عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، قَالَ: جَاءَتِ امْرَأَةٌ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللهِ ذَهَبَ الرِّجَالُ بِحَدِيثِكَ، فَاجْعَلْ لَنَا مِنْ نَفْسِكَ يَوْمًا نَأْتِيكَ فِيهِ، تُعَلِّمُنَا مِمَّا عَلَّمَكَ اللهُ، قَالَ: «اجْتَمِعْنَ يَوْمَ كَذَا وَكَذَا» فَاجْتَمَعْنَ، فَأَتَاهُنَّ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَعَلَّمَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَهُ اللهُ، ثُمَّ قَالَ: «مَا مِنْكُنَّ مِنِ امْرَأَةٍ تُقَدِّمُ بَيْنَ يَدَيْهَا، مِنْ وَلَدِهَا ثَلَاثَةً، إِلَّا كَانُوا لَهَا حِجَابًا مِنَ النَّارِ» فَقَالَتِ امْرَأَةٌ: وَاثْنَيْنِ، وَاثْنَيْنِ، وَاثْنَيْنِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَاثْنَيْنِ، وَاثْنَيْنِ، وَاثْنَيْنِ» صحيح مسلم، کتاب البر، والصلة والآداب، باب فضل من يموت له ولد فيحتسبه، ۲۶۳۳ / ۶۵۹۴ شمېره حديث.

ژباړه: حضرت ابو سعيد خدري وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه ښځه ورغله او ورته ويې ويل: ای د لوی څښان استازې ! نارينه خو ستا حديثونه اوري، زموږ لپاره هم له خپله لوري يوه ورځ وټاکه چي موږ په هغه ورځ درسو او لوی څښتن چي تاته کوم علم درکړی دی، له هغه څخه موږ ته هم يو څه را زده کړه. هغه صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: په پلانۍ ورځ او پلاني وخت تاسي سره راټولي سئ، نو هغوی هم په دغه ورځ ورټولي سوې. رسول الله  صلی الله عليه وسلم ورغی او له هغه علمه څخه يې چي الله ور کړی وو يو څه دغو ښځو ته ور وښود، بيا يې ورته وفرمايل : له تاسي څخه چي کومي ښځي تر خپلي مړيني دمخه درې اولادونه ولېږي، يعني وفات سي، نو دغه اولادونه به يې د هغو لپاره له دوږخ څخه پرده جوړ سي. بيا يوې ښځي ورته وويل: که دوه اولاده وي؟ (بيا دغي ښځي دغه خبره دوه واره نور تکرار کړه). رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: که دوه اولاده وي هم به د هغو لپاره له دوږخ څخه پرده جوړ سي (او هغه هم دغه خبره د تاکيد لپاره دوه واره تکرار کړه).

ښه، نو اوس خو دادی په دغو دلايلو بې له کوم شکه ثابته سوه چي له شرعي پلوه د نارينه تر څنګ پر ښځه د ادب، ليک لوست او علم ترلاسه کول او د هغې د کور او هيواد پر مشرانو هغې ته ادب، ليک لوست او علم ښوول يو فرضي او لازمي کار دی او په دې اړه بېخي ډېر شرعي دلايل سته، خو موږ د دې لپاره چي دا ليکنه اوږده نه سي پر دغو بسنه کوو. اما کېدای سي ځني کسان په دغو خبرو قانع نه سي. دلته يو روايت سته او ښايي د هغه په تمسک د ښځي د تعليم ، په تېره د هغې د ليک زده کولو سره مخالفت وکړي، دغه روايت دادی: عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تُنْزِلُوهُنَّ الْغُرَفَ وَلَا تُعَلِّمُوهُنَّ الْكِتَابَةَ» يَعْنِي النِّسَاءَ «وَعَلِّمُوهُنَّ الْمِغْزَلَ وَسُورَةَ النُّورِ» د الطبراني المعجم الأوسط، 5713 شمېره حديث او د بيهقي شعب الإيمان، 2227 شمېره حديث.

ژباړه: له بي بي عايشې رضي الله عنها څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ښځي په بالاخانو کي مه پرېږدئ او مه ليکل ور زده کوئ، بلکي هغو ته وړۍ ورېشل او د نور سوره ور زده کړئ.

دغه روايت خو د احاديثو په مشهورو کتابونو کي د هغه د څرګند موضوع والي له امله نه دی راوړه سوی، اما د بيهقي په شعب الإيمان کي چي يې راوړی دی تر لاندي يې داسي ورته ليکلي دي: ” وَهَذَا بِهَذَا الْإِسْنَادِ مُنْكَرٌ وَاللهُ أَعْلَمُ “. او” مُنْكَرٌ “ هغه روايت دی چي په سند کي يې کوم راوي ضعيف وي، هغه يوازي روايت کړی وي او د هغه روايت د نورو ثقه روايت کوونکو په خلاف وي.

او دغه روايت يې له دې امله منکر بللی دی چي د هغه په سند کي مُحَمَّدُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ الشَّامِيُّ دی کوم چي ابن حِبَّانَ يې په الضُّعَفَاءِ کتاب کي په اړه ليکي: دغه محمد مُنْكَرُ الْحَدِيثِ دی او احاديث يې له خپله ځانه وضع کول، له هغه څخه روايت روا نه دی. ابن حجر عسقلاني هم مُنْكَرُ الْحَدِيثِ بللی دی. نامتو محدث الذَّهَبِيُّ يې په اړه وايي: الدَّارَقُطْنِيُّ دغه محمد كذاب (ډېر درواغجن) بللی دی. ابن عدی وايي: ټول احاديث يې غير محفوظ دي. ابن جوزي په الْعِلَلِ الْمُتَنَاهِيَةِ کي وايي: دغه حديث نه دی صحيح او مُحَمَّدُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ الشَّامِيُّ له ځانه احاديث وضع کول.

جالبه داده چي أبو عبد الله الحاكم په خپل المستدرك على الصحيحين کي هغه صحيح احاديث راوړي چي له بخاري او مسلم څخه پاته سوي وي، خو هغه په خپل دغه کتاب کي دغه روايت چي په غوڅه توګه موضوع دی راوړی دی او ورته ليکلي يې دي چي: هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحُ الْإِسْنَادِ وَلَمْ يُخْرِجَاهُ (دغه حديث د اسنادو له پلوه صحيح دی خو بخاري او مسلم نه دی تخريج کړی(. خو بيا امام ذهبي په خپل تلخيص المستدرك نومي کتاب کي د حاکم دغه خبره رد کړې ده او ورته ليکلي يې دي: دا حديث صحيح نه ، بلکي موضوع دی.

د احاديثو نامتو کره کوونکی علامه الباني په سلسلة الأحاديث الضعيفة والموضوعة وأثرها السيئ في الأمة کتاب کي هم دغه روايت په ډول ډول دلايلو سره موضوع بللی دی، هغه وايي : عجيبه داده چي ځيني متاخرين د دغه حديث پر حال ځانونه ناګاره  اچوي او غواړي چي په څرګنده يا په ضمني توګه يې صحيح جوت کړي. د ابن حجر الهيتمي په فتاوی کي چا پوښتنه ځني کړې ده چي دغه روايت صحيح دی که ضعيف؟ هغه جواب ورکړی دی چي دا صحيح دی او دليل يې هم د حاکم خبره او له عايشې بي بي څخه د بيهقي تخريج راوی دی،  د حاکم په تصحيح مغرور سوی دی، او د ذهبي او حافظ ابن حجر له تعقيب څخه يې ځان ناخبره اچولی دی.

نو د دغه روايت چي دغه کيفيت وي بيا موږ ته نه ښايي په هغه استدلال وکړو. بس د پای خبره يې دا چي د ښځو د تعليم او ليک لوست سره مخالفت خو په هيڅ ګون د منلو نه دی، مګر د لوېديزيانو او سيکولرو عناصرو د مسلک سره سم هم هيڅ نه ښايي، بلکي بايد د اسلام د سپېڅلي شريعت د زرينو لارښوونو په رڼا کي د ښځو د تعليم او تحصيل چاري داسي تنظيم سي چي زموږ خوندو اولوڼو ته ښه ترا آسانه سي او که په دې هکله د نورو له تجربو څخه ګټه اخيستل کېږي پروا نه کړي، خو چي د اسلام د لارښوونو او زموږ د کلتور سره په ټکر کي نه وي والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Omair mustafa

to Sum it in one point it’s clear that presence of BiBi Ayesha as narrator of Ahadiths that Islam never ever is against women education.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx