ټولنیزه برخه

هغوی چې له موجوده وضعيت سر ټکوي!!

نورالرحمن ادين

که مو دا وضيعت چی پکې بوډا، ځوان، ښځه او ماشوم مصؤنیت نه لري خوښ نه وي او د تغيير هيله يې لرئ؛ نو يوازې په ميډيا کې په ستوني څيرلو او د الفاظو په تندريزو يرغلونو ارماني حالت ته رسېدل ناشوني دي!

تر ناشونتيا بدتر دا چې د عمل په ډګر کې له مبارزینو د غبرګون او لاس‌پکار کېدو روحيه سلبوي، او يوازې پر دې بسنه کوي چې غږ مې اوچت کړی!

ترڅو چې حق ته حق او ناحق ته باطل ونه ويل شي؛ او خپل قيل‌وقال ته د عمل جامه وروانه‌غستل شي يوازې په مرده باد او زنده باد يو وېښته قدر هم وضعيت بدلون نشي موندلای!

روان وضعیت زموږ د بدعملۍ، سستيا او تساهل پايله ده! ځکه د الله تعالی قول دی: إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ … الرعد ۱۱» بېشکه الله تعالی دې يوه قوم_ملت حالت نه تغییروي، مګر دا چې دوی خپل ځانونه او عملونه تغيير کړي.

ددې وضعیت پړه بر بل چا اچول هم هېڅ درد نشي دوا کولای، او دا هېڅ شونې نه ده چې بل څوک دې پرته له دې چې زموږ مرسته ورسره نه وي، وکړای شي زموږ چارې ګډوډې او حالت مو تغيير کړي! نو په هر صورت کې د عذابونو او نامنتظره وضعيتونو سره مو مخامخ کېدل له خپله لاسه دي! لکه چې ونه هم د خپلې بربادۍ او قطع کېدو پړه پر تبر وهونکي نه؛ بلکې پر خپل يو ښاخ چې د تبر لپاره لاستی او کمکي شوی دی وراړوي! وايې: که د تبر لاستی مې له ځانه نه وای نو زه به نه قطع کېدلای!

اوس چې په داسې ناوړه او دربجن حالت کې راګير يو لاره يې دا ده چې په خپل ځان کې بېرته مثبت تغيير راولو او د هغه مطابق بېرته د الهي رحمت مستحق وګرځو.

له بل چا ګيله او د شفقت غوښتنه په اغوا کې اغوا ده، ځکه د وضعيتونو اړونکی رااړونکی يوازې رب تعالی دی لکه چې فرمايي: ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ « الأنفال ۵۳» او دا د يو قوم د حالت تغييرول پداسې حال کې دي چې الله تعالی پر يوه قوم د پېرزو کړي نعمت اخيستونکی نه دی مګر دا چې هغه قوم خپل حالت او کړچار تغيير کړي!

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx