نظــر

د جدی شپږم د وحشت او عبرت ورځ!

ابوبکر خپلواك

پوره ۴۱ کاله وړاندې، باطل د معمول په څیر د خپلې منفورې څیرې اصل منظر وړاندې کړ؛ روسان مو ټاټوبي ته په زور، ظلم او د لادینه ایدیالوژۍ سره په یرغل راغلل، داخلي ګوډاګیانو یې ټینګه ملتیا وکړه، په هغه وحشتونو کې ورسره مله وو کوم چې؛

له ابتدا د ورځې لمر او د شپې سپوږمی یې کاته نه وو کړي، بنده د هغې وحشت تعریف نشي کولاي خو تاریخ ټول وحشتونه او هغه غدارې څیرې په خپله سینه کې کره ساتلې، چې راتلونکو نسلو ته به یې آن تر قیامته پیژندنه او د قباحت کیسې کوي، یرغل بې حساسیته نه وو، ریښتي رجال د اوس په څیر هغه وخت هم پدې خاوره میشت وو،

پاڅیدل او خدای ورسپارلی دروند مسؤلیت یې په جسورانه شان د کمو مادي امکاناتو او بې مثله ایثار پر مټ پوره کړ، پایله یې څرګنده وه، د یرغلګرو زور اوبه ایدیالوژي/کمونیزم یې دړې وړې او چینګه خوله لدې خاورې او آن نیمې آسیا وتښتیدل،

تاریخ بیا تکرار شو او هاغه جابره امریکه چې ځان یې په نړۍ کې یکتاز ګڼلو په ډیر غرور دوه لسیزې مخکې پدې وطن د یرغل هوډ وکړ، یرغل یوازې نظامي نه وو بلکې مختلفې بڼې یی درلودې، پریمانه مادیات یې دې وطن ته راوړل او غلام پلورنه یې وکړه، د امریکې په وړاندې د مقاومت رجال محدود خو ریښتینې وو، چې اختتام یې د ناټو/نیمې نړې شکست شو،

اوس سر ځوړند خپل کباړ وسایل له کراچی بند اړوي او خپل ټول غلامان یې عاق او میدان پریښودونکي دي. ان شاءالله چې بیا به غرب او باطل خپل آرامي ددې وطن په اشغال کې ونه لټوي او خپلواکۍ ته به یې په احترام قائل شي، ددې اشغال اختتام او نتیجه به یو ځلانده او نوی افغانستان وي..

ان شاءالله العزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx