ادبي لیکني

د عسکر مېرمن «لنډه کیسه»

نصیب ځدراڼ

بخارۍ کې اور بل دی.مور(غوټۍ) او بچیان‌یې ګرد چاپېره ترې ناست دي، ژمی دی، ماشومان ټوخېږي، زوی (احمد) ورته وایي« ابۍ مکتب ته نور ماشومان دومره ښکلیو جامو کې راځي او زما خو جامې زړې دي او بوټان هم دومره زاړه دي، چې باران وي پښې مې لمدې شي داسې یخ مې کېږي، ته وګوره.»
مور یې چاودې او خېرنو پښو ته وکتل؛ خو هېڅ یې ونه ویل.

لور یې(شاهدې) ورته وویل: «ابۍ پلوشې ته یې پلار دومره ښایسته پلاستیکي نانځکه راوړې ده. کله کله چې لوبې کوو ماته یې هم د څه وخت لپاره راکړي، خو د دې لپاره یې نه راکوي چې کور ته یې راوړم.»
مور یې پر سر لاس ور تېر کړي، لورې! سبا ته ځم. د پلار دې څه پیسې راغلي دي، سبا ورځ یې راته ښودلې وه، پیسې راوړم بیا به نو احمد ته بوټان هم واخلو او تاته نانځکه هم. اوس شپه ده، ویده به شو.
سبا یې مور( غوټۍ) څادري پر سر کړه، په دې خاطر چې د موټر کرایه ورته بچ شي، تر ډېره په پښو لاړه، د نیازګل موټر راغی، ورته ودرېدو. «راځه زه هم تر ښاره ځم، موټر کې ورسره کېناسته.»

نیازګل ورته وویل: نعمت خان(د غوټۍ مېړه) ښکلی ځوان و، خو بس ولاړ، په وطن قربان شو، هېنداره کې یې شاته وروکتل. «زما او ستا پلار د ببرک کارمل وخت کې یو ځای څه وخت عسکرۍ کې تېر کړي وو، پلار دې هم په وطن مین سړی و.» موټر روان دی، له څو وسله‌والو راتېر شو. په غوسه یې ور وکتل له ځان سره یې وویل: “نور خو د خارجیانو عملیات هم ګړندي شول. ګوندي دا ملایان ورک شي، دومره بمبارونه پرې کېږي، خو نور سره راپیدا شي” موټر په پاخه سړک روان شو، نیاز ګل اوس د ایم پي تري«MP3» غږ لوړ کړ، سندره چالان ده، بیا یې شاته هېنداره کې وروکتل “زړه مې درباندې دردېږي، وایم څه کومک به درسره کوم، خو د تش لاس مېرمن…، نو ما ویل ښکلې پېغله یې، داسې وکړه، د موبایل شمېره دې راکړه، کله نه کله به سړی یوه پوښتنه درباندې کوي. غوټۍ له داسې حالاتو سره بلده وه، ورته یې وویل: “نیاز ګل اکا ما لږ مخکې کوزه کړه، ورځم چې د شهیدانو او معلولینو ریاست نه پیسې راواخلم”

غوټۍ له موټر ښکته شوه، نیاز ګل له ځان سره لګیا شو، نیاز اکا؟ زه بیا کله اکا شوم؟

د “کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست” لوحه ورباندې لګېدلې، یوه لویه ودانۍ ده، عسکر د باندې ولاړ دي، چا په لاسونو کې اسناد نیولي، چا د ځوانانو عکسونه اخیستي چې د عسکري دریشۍ یې پر تن دي، یخ دی، د ننه، نه یو کس راشي، د یو چا نوم واخلي، هغه کس ورشي، ځینې خلک بیا زنګ ووهي او بغیر د نوم اخیستلو ولاړ شي.

غوټۍ ته یو چا د “ایمل” د موبایل شمېره ورکړې وه، ایمل همدلته مامور و، زنګ یې ورته وواهه.
ایمل ورته وویل: یو کس درلېږم، ورسره راشه!

ورغله،ریاست کې مامورین مصروف دي،د ایمل پوښتنه یې وکړه، له کېناستو سره سم یې اسناد ورکړل، زما مېړه نعمت خان نومېده، تنګي کې د دویم کنډک قوماندان و، کال وشو چې تنګي کې د خارجیانو په مرکز کې په چاودنه کې ټپي شو، بیا روغتون ته ونه رسېد او بچیان مې یتیمان شول، اوس مې واړه بچیان کور پرې اېښي دي، که ژر مو پیسې راکړئ.

ایمل یو چاغ سړی دی، سګرېټ یې لاس کې نیولی، ښه نو ته غوټۍ یې؟

بلې وروره! زه غوټۍ زه یم، دغه د نعمت اسناد دي.

ایمل غلي ورته و ویل: ورور دې هغه دی چې له یوه پلاره پیدا شوي یئ، دلته به یا پیسې راکوې او یا که خوښه دي وي اتاق لرم، هلته به راسره مېلمنه کېږې.

غوټۍ سخته مایوسه شوه. مغزو کې یې ټکان وشو، سترګو ته یې د خپل زوی او لور فریادونه ودرېدل.
ایمل ورته وویل: فکر مه کوه. ته خو داسې حیرانه شوې، پیسې نه غواړې؟

غوټۍ ورته وویل “ولې نه، غواړم یې” بیا یې د خپل مېړه څېره سترګو ته ودرېده، خبرې یې وریادې شوې. “ګوره غوټۍ! زه نور کاروبار هم کولی شم؛ خو ښه دا ده چې د دې نظام ساتنه وکړو، وطن مو د مفسد دُښمن لاس ته ونه لوېږي، وطن به مو چور کړي او پر ناموس به مو لوبې وکړي، ګوره که د دې نظام په دفاع کې ووژل شم، نو دا نظام به ستا ساتنه کوي.”

ایمل بیا لګیا شو، موبایل شمېره مې درسره ثبت کړه، که بل کوم مامور ته ورځې هم دغه مجلس به درته کوي، په قانوني لار پیسې اخیستل ستړیا غواړي، اول خو دې څوک د دفتر د دروازې نه، نه راپرېږدي.

غوټۍ ورته وویل: “ښه زه وځم، بیا زنګ درته وهم”

ایمل ورته وویل: که کور دې لرې وي، دلته د شپې ځای هم لرم. ته بازار کې چکر ووهه، بیا راشه.

د غوټۍ سترګې له اوښکو ډکې دي، له دفتره راووته، د خپل خاوند خبرې یې سترګو ته نېغې درېږي. خاوند مې د دې نظام په دفاع کې ژوند وبایله، مفسد دا نظام دی، که هغه دی چې د دې نظام پر ضد مبارزه کوي؟زما خاوند شهید دی، که د ده په مقابل کې خلک شهیدان دي؟

یخ هم دی، فکر وړې ده، ماشومانو ته به شیان څنګه واخلم؟ او کور ته د تګ کرایه هم ورسره نه‌شته، مخامخ نیاز ګل لګیا دی خپل موټر کې خوراکي توکي باروي، د دې د لیدو سره یې شیطاني مسکا په شونډو راغله “څنګه د شهید پیسې دې راواخیستې؟

دې ځواب ورنه‌کړ، لار ترې ورکه وه، کله به یې موبایل کې د ایمل شمېرې ته وکتل، کله به یې بچیانو څېرې
او د خاوند خبرې سترګو ته ودرېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx