ټکنالوژي

د ۲۰۲۰م کال غوره ځیرک موبایلونه او ځانګړتیاوې یې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په عام ډول نړۍ کې هره میاشت د بېلا بېلو شرکتونو له لوري نوی ځیرک (فلیګ شیپ) موبایل معرفي کیږي چې وروسته د هغې انتخاب ستونزمن کیږي، دغه راز په ۲۰۲۰م کال کې لسګونه ځیرک موبایلونه وړاندې شول چې له مخې یې د غوره موبایلونو انتخاب ستونزمن دی، مګر د لاندې شرکتونو موبایلونه چې غوره ځانګړتیاوې لري د نړۍ په شاوخوا کې زیات خوښ شوي دي:

سامسنګ ګلیکسي ایس الټرا Samsung Galaxy S UltraSamsung Galaxy S20 Ultra pictures, official photos

د سامسنګ شرکت یاد ځیرک موبایل په غوره کارکردګۍ او ځانګړتیاو درلودلو سره په ۲۰۲۰ کې د نړۍ تر ټولو غوره موبایل ګڼل کیږي، دا د سامسنګ په تاریخ کې لومړی موبایل و چې ۱۰۸ میګا پېکسله کامره لري.

ګلیکسي ایس الټرا د نړۍ لومړی موبایل دی چې د ۱۶ جي بي ریم اختیار هم لري، د ۶.۹ انچه سترې ډیسپلی سره د 8K مخې او شاته ویدیو ثبتولی شي، دغه راز کولی شي د ۳۰ دقیقو لپاره په یو نیم ګز ټيټو اوبو کې مقاومت وکړي.

د بیترۍ له لحاظه چټک دی، چې د ۴۵ واټه چټک چارج سره د (۵۰۰۰) ملي امپیره بیترۍ لري او د شرکت په وینا سل سلنه په ۷۴ دقیقو کې چارجولی شي. دغه راز د پنځم نسل 5G ټکنالوژي وړتیا هم لري.

د کامرو له لحاظه د سامسنګ تر ټولو غوره موبایل دی چې د ۱۰۸ میګا پېکسله پراخې زاویې کامره د F-1.8 آپرچر سره ورکړل شوې ده، دغه راز ۴۸ میګا پېکسله ټيلي فوټو د F-3.6 آپرچر سره او ۱۲ میګا پېکسله اضافي پراخې زاویې د F-2.2 آپرچر سره ورکړل شوي دي، دغه راز څلورمه کامره چې ۰.۳ میګا پېکسله ده د 3D ځانګړتیا لپاره ورکړل شوې ده. ددې سربېره سیلفي کامره یې ۴۰ میګا پېکسله ده.

سامسنګ ګلیکسي ایس ۲۰ ایف اي Galaxy S20 feSamsung Galaxy S20 Fan Edition full specs leak, images too - GSMArena.com news

که چیرې د پورتني موبایل د پېرلو وړتیا نه لرئ ددې ارزانه نسخه هم تاسو ته د تېر موبایل ځانګړتیاوې درکولی شي.

دا موبایل ۶.۵ انچه مستقیمه ډیسپلی لري چې له ایس ۲۰ څخه ستره او له ایس ۲۰ پلس څخه کوچنۍ ده، خو په دې کې د کواډ ایچ ډي پلس پرځای ایف ایچ ډي پلس سکرین ورکړل شوی چې د پورتني په پرتله کمزوری دی.

په دې کې د ۶ جي بي ریم سره ۱۲۸ جي بي حافظه او د سنیپ ډراګون ۸۶۵ پراسیسر ورکړل شوی، د فایو جي ټکنالوژي ځانګړتیا هم لري، ددې سربېره د (۴۵۰۰) ملي امپیره بیترۍ لري. دا هم د ایس ۲۰ په څېر د ګرد او اوبو ضد دی خو د اندراید ۱۰ چلونکی سیستم یې مختلف دی.

شاخوا ته درې کامرې لري چې دوه ۱۲-۱۲ میګا پېکسله پراخې زاویې سره او ۸ میګا پېکسله د ټيلي فوټو ځانګړتیا لپاره ورکړل شوې، دغه راز د سیلفي کامره یې ۳۲ میګا پېکسله ده.

هوواوې میټ ۴۰ سیریز Huwaie mate 40فوٹو بشکریہ ہواوے

د امریکا د بندیزونو ښکار د هوواوې شرکت دغه نوی موبایل که څه هم د ګوګل خدمتونو او اپلیکیشنو څخه محرومه دی خو د کاروونکو جلبولو لپاره یې پر کامره ځانګړې پاملرنه کړې او له خاصې ټکنالوژي یې ګټه پورته کړې ده.

په هوواوې میټ ۴۰ سیریز کې تر ټولو غوره موبایل ۴۰ پلس دی چې د کیرین ۹۰۰۰ پراسیسر یې کارولی، دغه راز ۶.۷۶ انچه ډیسپلی ورکړل شوې، د څنګ ځایونه یې بشپړ له منځه وړي چې ۸۸ درجې زاویه جوړوي.

ددغه موبایل بیترۍ هم د نورو په پرتله لوړه شوې، که څه هم د تېرو موبایلونو په څېر (۴۴۰۰) ملي امپیره بیترۍ لري مګر په دې کې ۶۶ واټه چټک چارجنګ او ۵۰ واټه د وایرلس چارجنګ ملاتړ لري، او دا د ریورس چارجولو ملاتړ هم لري.

هوواوې شرکت دغه موبایل کې د فایو جي ټکنالوژي سره د چټک انترنیت دعوه کوي، ځکه چې دا (۶ پلس وایفای میګا هرټربینډ وت) جذبولی شي. په هوواوې میټ ۴۰ پلس کې ۱۲ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظه ورکړل شوې ده.

د یاد سیریز دوهم موبایل میټ ۴۰ پرو کې ۵۰ میګا پېکسله کامره د ۱/۱.۲۸ سنسر سره ورکړل شوې چې اوسمهال بازار کې د نورو موبایلونو په پرتله تر ټولو ستره ده، په دې کې اومني ډایریکشنل اتومات فوکس هم شتون لري. له دې پرته د دوهم نسل سان کامره ۲۰ میګا پېکسله د پراخې زاویې سره ورکړل شوې ده. د شرکت په وینا دا د نړۍ لومړی موبایل دی چې په دې کې یو فري فارم لینز ورکول شوی، چې د پراخې زاویې پرمهال اختلالات کموي.

د ۸ میګا پېکسله پيري سکوپ ټيلي فوټو کامره یې د ۱۰ ایکس اپټیکلو وړتیا لري، دغه راز ۱۲ میګا پېکسله کامره هم ددې موبایل برخه ده چې ۳ ایکس اپټیکله د نږدې والي وړتیا لري، بله ۱۲ میګا پېکسله کامره د پراخې زاویې او د ټایم آف فلایټ  سنسر هم ورکړل شوی دی.

سیلفي خوا دوه کامرې لري، یوه یې ۱۲ میګا پېکسله او بله یې د ژور سنسر سره ورکړل شوې ده. ددې هر څه سربېره د مخ کولپ هم لري.

ون پلس ۸ ټي One plus 8Tفوٹو بشکریہ ون پلس

ون پلس هغه چینایي شرکت دی چې موبایل یې د آيفون قاتل ګڼل کیږي، ځکه چې د موبایلونو مقابله د ځانګړتیاو له لحاظه کیږي او د ون پلس شرکت موبایلونو ځانګړتیاوې آیفون ته ورته وي او بیه یې خورا ارزانه دی.

ون پلس ۸ او ۸ پرو په اپریل میاشت کې وړاندې شوي چې وروسته په اکتوبر میاشت کې ۸ ټي وړاندې شو، ددې موبایل ځانګړتیاوې ون پلس ۸ ته نږدې دي خو نرخ یې کم دی، او په دې کې ځينې داسې ځانګړتیاوې هم شتون لري چې په ون پلس ۸ کې شتون نه لري.

ددې سکرین د ون پلس ۸ او ۸ پرو سره مساوي دی، د ۸ او ۱۲ جي بي ریم سره د ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه ورکړل شوې، ددې سربېره په دې موبایل کې ۸۶۵ سنیپ ډراګون پراسیسر او د پنځم نسل 5G ټکنالوژي ځای پر ځای شوې ده.

په دې موبایل کې شاخوا ته ۴ کامرې ورکړل شوي، ۴۸ میګا پېکسله، ۱۶ میګا پېکسله پراخې زاویې سره، ۵ میګا پېکسله میکرو او ۲ میګا پېکسله مونوکروم (د ساده عکس اخیستلو لپاره) کامرې ددې موبایل برخه دي. د ۱۶ میګا پېکسله سیلفي کامره یې د پنچ سوري په بڼه ورکول شوې ده.

په ون پلس ۸ ټي موبایل کې د ۱۲ درجې تودوخه سنسر ورکول شوی، لامل یې د ۶۵ واټه چټک چارجولو شتون دی، چې د چارجولو پرمهال د موبایل تودوخې درجه محفوظه ساتي.

شیاومي مي ۱۰ الټرا (Xiaomi Mi 10 ultra)فوٹو بشکریہ شیاؤمی

شیاومي شرکت دغه موبایل پر خپله لسمه کلیزه وړاندې کړ، چې حیرانونکې کامرې او چټک وایرلس او وایرډ چارج سیستم لري.

په دغه موبایل کې ۴ کامرې دي چې ۴۸ میګا پېکسله یې منځنۍ ده، دغه راز دوهمه ۴۸ میګا پېکسله ځانګړې ټيلي فوټو کامره ده چې ۱۰ اپټیکله زوم لري، ۱۲۰ ایکس هایبرډ زوم او د 8k ویدیو جوړولی شي، لکه څرنګه چې د سامسنګ په ای ۲۰ الټرا کې شتون لري.

ددې سربېره د ۲۰ میګا پېکسله پراخې زاویې او ۱۲ میګا بېکسله پورټریټ کامره ورکړل شوې ده، چې د سیلفي ۲۰ میګا پېکسله کامره هم د پنج سوري په بڼه لري. ۴۲۰۰ ملي امپیره بیترۍ لري چې ورسره د ۵۰ واټه وایرلس چارج او ۱۲۰ واټه وایرډ چارج ملاتړ هم شتون لري. په ۸، ۱۲ او ۱۶ جي بي ریم سره د ۱۲۸، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظه لري.

ریل مي ایکس ۳ سوپر زوم Realme x3 superzoomفوٹو بشکریہ رئیل می

دا د ریل مي چینایي شرکت ځیرک موبایل دی چې ۶.۶ انچه د Hz 120 تازه کولو نرخ سره د ایل سي ډي ډیسپلی ورکړل شوی. د سنیپ ډراګون ۸۵۵ پراسیسر په کې ځای پر ځای شوی چې د ۸ جي بي ریم سره ۱۲۸ او د ۱۲ جي بي ریم سره ۲۵۶ جي بي حافظه لري.

د (۴۲۰۰) ملي امپیره بیترۍ لري او د ۳۰ واټه چټک چارج کولو ملاتړ لري. شاوخوا ته ۴ کامرې لري چې منځنۍ غوره کامره یې ۶۴ میګا پېکسله ده او ځانګړی سوپر زوم (نږدې والی) لري، مخې ته دوه د ۳۲ او ۸ میګا پېکسله کامرې لري چې د پنچ سوري په بڼه د موبایل په یوه کونج کې ورکول شوي دي.

ایفون ۱۲ پرو میکس IPhone 12 pro maxفوٹو بشکریہ ایپل

په ۲۰۲۰م کال کې په لومړي وار ایپل شرکت ۴ ایفون موبایلونه وړاندې کړل چې خپل لومړنی د فایو جي موبایل یې هم وړاندې کړ.

ددغې کال ایپل موبایلونه په بېلا بېلو ډیسپلی، اندازو او د حافظې اختیار سره وړاندې شول چې بیه یې هم د تېر په پرتله مختلفه وه، خو په دې کې تر ټولو ځانګړی د (ایفون ۱۲ پرو مکس) موبایل و چې ۶.۷ انچه ډیسپلی لري.

په دې موبایل کې شرکت داسې ځانګړی لیډار سنسر وړاندې کړی چې د شپې په کمه رڼا کې د کامرې کارکردګي غوره کوي او په کمه رڼا کې د کامرې اتومات فوکس ۶ سلنه چټکۍ سره ترسره کیږي.

د یو شمېر ځانګړتیاو سربېره د ایپل په وینا په دې کې د (سرامکس شیلډ نومې) یوه نوې ټکنالوژي ورکړل شوې چې د موبایل شیشه له هر ډول خطره ژغوري او د موبایل غورځېدو پرمهال یې له ماتېدو یا سکریچ کېدلو محفوظه ساتي.

د موبایل شاخوا ته درې کامرې ورکول شوي. یوه یې ۱۲ میګا پېکسله د ټیلي فوټو کامره د ۶۵ mm فوکل اوږدوالي سره چې دوه نیم چنده زیات اپټيکلي زوم کولی شي ورکړل شوې ده.

د ۱۲ میګا پېکسله کامره پراخه زاویه د f-1.6 اپرچر سره چې په کمه رڼا کې ۸۷ سلنه د صفا عکس اخیستلو وړتیا لري، او یوه بله ۱۲ میګا پېکسله د ټيلي فوټو کامره ورکول شوې ده. د سیلفي کامره یې هم ۱۲ میګا پېکسله ده.

ددې سربېره د اوپو فاینډ ایکس ۲ پرو (OPPO Find x2 pro)، زيډ ټي اي اکسون ۲۰ (ZTE Axon 20) او د ویوو ایکس ۵۰ پرو (Vivo x50 pro) هم داسې موبایلونه دي چې په ۲۰۲۰م کال کې زیات خوښ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x