افغانستان

په ترافیکي پېښه کې د جنرال مجید روزي مشر زوی وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت مرکز مزاشریف ته څېرمه د مزار ـ حیرتان پر لویې لارې د ترافیکي پېښې له کبله د پخواني کمونیست جنرال مجید روزي مشر زوی عبدالحمید روزي په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.

سیمه ییز مسئولین وايي، دا پښه پرون د شنبې په ورځ ناوخته د مزارشریف ـ حیرتان پر لویې لارې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یو تیز تلونکي موټر له بل باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د بلخ ولایت د ترافیکو مدیر نعمان عمري د معلوماتو له مې په دغه پېښه کې د پخواني کمونیست جنرال مجید روزي د مشر زوی عبدالحمید روزي په ګډون د نوموړي د کورنۍ ۴ غړي وژل شوي دي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي او له حده زیات رفتار هغه عوامل دي چې په هېواد کې د زیاتره ترافیکو پېښو سبب جوړیږي، چې له امله یې هر کال زرګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx