نظــر

د جدي شپږ‎مه

حفیظ الدین پیرزادہ

نن سھار وختي وزیر گل زما پوښتنې ته زنگ وھلی و.

ما ورته وویل: نن د جدي شپږ‎مه دہ، پر افغانستان د روسانو د تجاوز ورځ !

دا ورځ باید ټول آزاد غوښتونکي افغانان په ټوله نړ‎ۍ کې تقبیح کړ‎ي!

وزیر گل راته کړ‎ل: ښایي ستا خبرہ سمه وي خو زہ یې شخصا نه غندم او نه یې تقبیحوم؛ زہ پر دې دوہ مخي سیاست او منافقت باور نه لرم!

ما ورته کړ‎ل: وزیر گله! دا څه وایي؟ شپږ‎م د جدي خو د افغانستان په تاریخ کې ھغه تورہ او منحوسه ورځ دہ په کومه چې روسانو د افغاني کمونستانو پر ایما او مرسته پر افغانستان یرغل وکړ‎. دا ورځ باید ھر افغان و غندي!

ھغه راته وویل: زہ د ورځې په نحوست یا توروالي کې شک نه لرم، خو آیا د روسانو د راتگ تر ټولو ستر لامل افغاني کمونستان نه ول؟!

آیا ھمدې کمونستانو لس کاله مسلسل روسانو ته د دې وطن لوړ‎ې ژورې نه وې ښودلې؟!

آیا کارمل، نجیب او د کمونستانو نورو مشرانو د دې وطن د خرڅ قباله روسانو ته نه وہ ورکړ‎ې؟!

که زما د پورته سوالونو ځواب ھو وی، بیا خو پکار وہ چې د جدي د شپږ‎مې تقبیح له وطن سرہ د ملي خیانت په تور د کمونستانو له محاکمې پیل کړ‎و!

خو موږ‎ د داسې یو دولت په سیوري کې د جدي شپږ‎م غندو چې د عظیمي، علومي، بابه جانه، گوډي اتمر او د دوی پشان په زرھاو نور ھیوادپلوري کمونستان پکې په قدرت کې دي!

آیا اشرف غني پرچمي نه دی؟! دوستم کمونست نه دی؟!

آیا د کابل د اوسني نظام ، ملي امنیت، پولیس او د اردو واک د پخوانیو کمونستانو او د شمال د ھغو لنډہ غرو اوباشانو په لاس کې نه دی چې له روسانو سرہ یې پټ قراردادونه لاسلیک کړ‎ي ول؟!

حکمتیار، سیاف، خواصي او نور بگیلي مجاھدین په کابل کې د جدي شپږ‎مه په داسې حالت کې غندي چې امنیت یې د شپږ‎م جدي د فاجعي عاملینو نیولی وي، د غونډې اجازہ ھم ھمدې کسانو ورکړ‎ې وي!
د خواصي او نورو جذباتیانو تقریرونه او د تکبیر نعرې یواځې له دولت څخه د لا زیاتو امتیازاتو د لاسته لپارہ دي او کومه عملي بڼه نه لري!

ستا خپله خوښه چې د جدي شپږ‎مه تقبیح کوې او د کابل له مجاھدینو سرہ د سټیج پر سر د تکبیر نعرې وھې که نه!

خو زہ په اوسنیو شرایطو کې ځان د دې جوگه نه بولم چې دا تورہ ورځ تقبیح کړ‎م، زہ پخپله پر ځان ملنډې نه وھم!

ما سرہ د وزیر گل د ھیڅ پوښتنې ځواب نه و!

ټیلفون مې بې خدای پامانۍ بند کړ‎، پخپل کټ کې ستوني ستغ وغځیدم، اوږ‎دہ سا مې را کاږ‎له او سترگې مې پټې کړ‎ې!!
_______________

حفیظ الدین پیرزادہ

د دسمبر ۲۶/ ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx